د ویسټ انډيز کیرون فولارډ په شل اوریزو کې ۱۰۰۰ منډې پوره وکړې، نور هم شته

زمان ظاهر

ویسټ انډیزي تکړه لوبغاړي کیرون فولارډ په شل اوریزه سیالیو کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې. فولاډ اوسمهال ۳۲ کاله عمر لري، دی د ۱۹۸۷ میلادي کال د مۍ په ۱۲مه زیږېدلی دی.

نوموړی په ښي لاس توپوهنه او په ښي لاس میډيم فسټ توپ اچونه کوي. کیرون فولارډ خپله وروستۍ شل اوریزه سیالۍ د روان میلادي کال د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه د هندوستان خلاف ترسره کړه چې غوره کار کرده ګي د نوموړي کرکټ لا بهترینه کړ.

 هندوستاني تکړه لوبغاړي ویراټ کوهلی په شل اوریزه سیالیو کې په هند کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې.

 هندوستاني تکړه لوبغاړي روهیت شرما په شل اوریزه سیالیو کې لمړی لوبغاړی شو چې له ۲۵۰۰ نه زیاتې منډې کوي.

 هندوستان د ویسټ انډیز پر وړاندې د پنځوس اوریزه سیالیو لپاره د شکر دهوان پر ځای مینک اگروال اخیستی و.

 ﺩ ﺟﻨﻮﺑﻲ ﺍﻓﺮﯾﻘﺎ ﺩ ﻟﻮﺑډﻟﯥ ﭘﺨﻮﺍﻧﯽ ﻟﻮﺑډﻟﻤﺸﺮ ﺍﻭ ﮐﯿڼ ﻻﺳﯽ ﺗﻮﭖ ﻭﻫﻮﻧﮑﯽ ګﺮﯦﻢ ﺳﻤﯧﺖ ﺩ ﺳﻮﯾﻠﻲ ﺍﻓﺮﯾﻘﺎ ﺩ ﮐﺮﮐټ ﺑﻮﺭډ ﻣﺸﺮ ټاکل شوی چې دا پرېکړه د کرکټ ډېرو مبصرینو ستایلې ده.

  ﻻلیگا ﭘﻪ ﻫﻨﺪ ﮐې ﺩ ﮐﺮﮐټ ﺑﻬﺘﺮﻳﻦ ﻟﻮﺑﻐﺎړﯼ ﺭﻭﺣﻴﺖ ﺷﺮﻣﺎ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺳﻔﻴﺮ (ﺍﺳﺘﺎﺯﻱ) ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻭټﺎکه، نوموړي پرې هم خپله بې سارې خوښي څرګنده کړې ده.

 ﺷﻞ ﺍﻭﺭﯾﺰﻭ ﺳﯿﺎﻟﯿﻮ ﭘﻪ ﺩﺭﺟﻪ ﺑﻨﺪۍ ﮐې ﻟﻮﮐﻴﺶ ﺭﺍﻫﻮﻝ ۶ ﺍﻭ ﻭﻳﺮﺍټ ﮐﻬﻮﻟﻲ ۱۰ ﻣﻘﺎﻡ ﺧﭙﻞ ﮐړ او ﺣﻀﺮﺕ الله ځاځي بیا ۸ ﺍﻭ ﺭﻭﺣﻴﺖ ﺷﺮﻣﺎ ۹ ﻣﻘﺎﻡ ﺗﻪ ښکته شول.