نن د اسټرالیا بي بي ایل لیګ پېلیږي، راشد خان خان هم اسټرالیا ته ور رسېدلی

 نن د اسټرالیا BBL لیګ لوبې پیلېږي، چې راشد به پکې د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه ټول پړاو کې لوبې وکړي.

 له افغانستان نه څلور نور لوبغاړي، نبي، مُجیب، ظاهر او قیس احمد په دې لیګ کې اخیستل شوي. د نورو دوهم او درېیم، خو د ظاهر خان لومړی وار دی چې دې لوبو کې به ګډون کوي.

د اسټرالیا بي بي ایل یا بیګ باش لیګ د کرکټ شل اوریزه لیګ دی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ورته پیاوړي لوبغاړي را نیول کیږي. دا لیګ د لومړي ځل لپاره په کال ۲۰۱۱ میلادي کې پېل شوی دی چې تر اوسه پایښت لري.

راشد خان د عمرې مراسمو د اداء کولو لپاره سعودي عرب ته تللی و چې له یادو مراسمو د اداء کولو وروسته اسټرالیا ته رسېدلی او هلته به د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې لپاره ولوبیږي.

خان په کور دننه او بهر د کرکټ ډېر شمېر مینه وال لري. دی اوس تازه د افغانستان کرکټ بورډ د افغان لوبډلمشر اصغر افغان مرستیال لوبډلمشر هم اعلان کړی دی.

خان د هند په غوره لیګ سیالېو کې د سن ریزرز حیدار اباد لوبډلې په ګټه هم لوبېدلی او ډېر امکان شته چې په یاد لیګ کې یې یو ځل بیا یاده لوبډله وپیري.