شاپورځدران نور له لېري توپ نه اچوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسي تیزبالر شاپورځدران پریکړه کړې، چې له دې وروسته د لرې ځای څخه نه بلکې د لنډ ځای څخه بالینګ کوي.

د سلام وطندار د راپور له مخې د نوموړي پر وینا، پخوا به یې له ډیر لري واټن څخه بالینګ کاوه، خو اوس به د روزونکي په مشوره له نږدې څخه بالینګ کوي، چې ګټور به ثابت شي.

تیزبالر په خپل وروستي ویډیو پیغام کې ویلي دي، چې اوسمهال یې په دې موخه د هندوستان په (نویډا) کرکټ لوبغالي کې له روزونکي دولت احمدزي سره تمرینات پیل کړي دي.

د شاپورځدران په وینا، د روزونکي دولت احمدزي په مشوره یې د خپل بالینګ واټن راکم کړی دی، چې له مخې به یې له دې وروسته د ډیر وخت لپاره بالینګ وکړای شي، د بالینګ سرعت به یې ورسره زیات او هم به د بال تاویدنه ( سوینګ) به هم ډيرشي.

افغان بالر زیاته کړې ده، د تمریناتو وروسته ورته په ډاګه شوې، چې که له دې وروسته یې په تیزواټن بالینګ سره یواځې ۲ کاله بالینګ کولای شو او لهدې وروسته به په کم واټن بالینګ سره تر ۴ کلونو پورې نور هم د افغانستان لپاره په نړیوال کرکټ کې بالینګ وکړي.

شاپورځدران له روزونکي پخواني تیزښي لاسي بالردولت احمدزي څخه مننه وکړه، چې د افغانستان له پاره د لاښه ځلیدو په موخه یې ورته د بالینګ واټن کمولو مشوره ورکړه او په دې برخه کې یې ورسره خواري وکړه.

دغه راز د اروپا سفر له پاره له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره مل روزونکي دولت احمدزي هم بیا په خپله فیسبوک پاڼه کې شاپورځدران ته د بالینګ واټن کمولو د قناعت ورکولو خبر ورکړی دی .

د احمدزي په وینا، شاپورځدران به له دې وروسته په کم واټن کې د پخوا په پرتله تیزاو زیات سوینګ لرونکې بالینګ وکړي.

شاپورځدران د اسیا او نړۍ په کچه یو له هغو بالرانو شمیرل کیږي، چې له ډیر لري واټن څخه د بالینګ لپاره منډه وهي.

شاپورځدران په اوږد قد، تیزبالر او دغه راز له اوږد واټن څخه په منډه په افغانستان کې دننه او په نړیواله کچه بې شمیره مینه وال پیدا کړي او تل په لوبه کې د مینه والو د پام وړ لوبغاړی وي.

یواځې شاپورځدران نه، بلکې د افغانستان بل ستوري بالرحمید حسن هم چې په ۲۰۱۱ م ز  کال کې سخت ټپی شوی دی اوسمهال په نړیوال کرکټ کې د پښې د ټپونو د بیا راپاریدو ویرې له کبله د پخوا په پرتله له کم واټن څخه بالینګ کوي.

د یادونې وړ ده، چې یواځې دولت احمدزي نه، بلکې د کرکټ نړۍ مشوره بالرانو لکه شعیب اختر او وسیم اکرم هم شاپورځدران ته د ښه ځلیدو له کبله له کم واټن څخه د بالینګ کولو مشورې ورکړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *