لیکنه: عبدالولي عمري

د اسیا په زړه کي د تاریخ نوې پاڼه واوښتل ، دلته ۹۷ یم کال خپلي وزري ټولي کړې ، نوي کال د نوو بدلونو سره پیل وکړ.

دې کال کي د راتلونکو خوښیو لپاره د ښېرازۍ فکري انګازې خپرې سوې، باوریو چي دا کال د لوبیز بهیر نوي ارمانونه پوره کوي، ځکه موږ ورته نوې لار پرانیستل.

پردې نوي لاري ، نوي قدمونه ددې کال په لمړۍ ورځ اخیستل کیږي، ددې کال پیلنۍ ورځ د سولي سفیران په لس اوریزه لوبه سره پیلوي.

دا لس اوریزه لوبه د هیواد په مرکز کابل کي په یو خوصوصي کریکټ لوبغالي کي ترسره کیږي ، دا لوبغالی د ایوبي کریکټ لوبغالي په نوم مشهور دی، چي د کابل په ارزان قیت سیمه کي د سید جماالدین په ښارګوټي کي موقعیت لري.

د ایوبي کریکټ لوبغالی په نړیوال سټډر د ۲۰۱۸ کال په لمړیو کي د لوبو لپاره چمتوسو، دا لوبغالی په ۲۵ جریبه مځکه کي جوړ سوی، چي په یوه وخت کي ۸۰۰۰ زره کسان د لوبي ننداره له نږدې کولائ سي.
په دې ایوبي کرکټ لوبغالي کي د شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره ۱۰۰۰۰ افغانۍ قیمت ټاکل سوی تر څو په ښه کیفیت لرونکي لوبغالي کي لوبغاړي یو د بل پروړاندي ولوبیږي.

د ایوبي کریکټ لوبغالي سره د ایوبي کرکټ اکاډمۍ هم سته چي تر ۸۰۰ زیات د کریکټ زده کوونکي د خارجي کوچ په مرسته زده کړه تر لاسه کوي.

دې اکاډمۍ ته ځیني وخت د افغان ملي لوبډلي لوبغاړي لکه محمد نبي، شاپور، ګلبدین، سمیع الله شینواری، شراف الدین، نجیب الله ځدران او همزه هم د تمریناتو لپاره راځي.