د نوي کال په ویاړ ترسره شوې لس اوریزې سیالۍ د خوښۍ اود مینې ډک پیغامونه خپاره کړل
راپور: عبدالولي عمري
د افغان کریکټ بورډ په هڅو او نوښتونو د نوي کال لمړۍ ورځ په لس اوریزې لوبې سره پیل سوه، دا لوبه چي د کابل په ایوبي لوبغالي کې ترسره سوه معلومه سوه چي ، موږ خوښیو ته بهانه لټوونکې یو ځکه دلته په زرهاوو ننداره کوونکي د لوبې کتلو لپاره د بیلا بیلو ولایتونو څخه راغلي وه، ترڅو د خپلو اتلانو لوبه له نږدې وڅاري.
د لوبې مخکې د کریکټ لپاره جوړه سوې سندره د قیس ارین په خواږه ږغ کې د شور او ولولو سره پیل سوه، د قیس میناک ږغ لاهم نوره غوغا پیدا کړه، دې سره د ننداره کوونکو د زړونو څخه د ویر ، غم او د کلنو کلونو غمځپلی سوی بړاس له زړه ووتی دلته د خوښۍ شور او زږو زړه ته لار پیدا کړه.
له سندرې وروسته لوبغاړي په چکچکو بدرګه میدان ته د ننه سوه، دلته د هیواد په ټولو سیمو کې د جوړ ژوند تمه پیدا سوه ، ځکه جنګ ځپلي هیواد کې دومره خوښي او د خوښۍ وښکې په هیڅ ډول نه موندل کیږي، له څه ځنډ وروسته د هیواد ملي سرود ته د لوبغاړو په شمول ټول د لوبې ننداره کوونکې لاس پر ځیګر په خپلو ځایونو کې ودریدل، ټول په یوه اواز ملي سرود ته خولې وښورولې، دا هغه وخت دی چي د زړونو دربی په بې ساري ډول اوریدل کیږي، رښتیاهم دې وخت کې احساسات تر واک ووتل او د خوښي اوښکې له سترګو ګریوانه ته لاره پیداکړه.
پر دې بوږنیونکي وخت سربیره لوبه پیل سوه د لوبې بچه لوبډلمشر حضرت ځاځي ګټلې وه، د حضرت ځاځي لوبډلي بهترینه لوبه وکړه په خپل لس اوره کې یې د یوه لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره ۱۲۴ منډي هدف د ګلبدین نائب لوبډلي ته ورکړ.
د حضرت لوبډلي ته نجیب ترکې ۵۸ منډي او کریم صادق ۳۰ منډي وکړې.
په دوهمه توپ وهنه کې د ګلبدین نائب لوبډلي پوره هڅه وګړه، دې لوبډلي ته ګلبدین نائب په ورستۍ شپږیزه سره لوبه خپله کړه.
ددې لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ نجیب ترکې ته ورکول سوه.
د یادوني ده چي د کریکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي ددې لوبې اړوند خوښي وښوده، او وویل چي د راتلونکو کلونو لپاره به دپوره چمتوالي سره لس اوریزه لوبه د ملي لوبغاړو په شتون کې ترسره کیږي، فضلي خپلو خبرو کې زیاته کړه چي یواځي کریکټ دی چي زموږ هیوادوالو ته خوښي ورکولائ سي نو موږ هم خپل تر وسه کوښښ کوو ترڅو هیوادوال ته خوښي ورکړو