د چینای سوپر کینګ مینه والو لپاره بد خبر

محمد اسماعیل ملکزی

دتېر کال اتله لوبډله چینای سوپر کینګ خپل تیز توپ اچونکی له لاسه ورکړ.
د جنوبي افریقا (لونګی نګینډی) د سریلنکا خلاف پنځمه پنخوس اوریزه لوبه کي ټپي شو او ډاکټرانو دڅلورو اونېو لپاره  دتمریناتو څخه بند کړ
دهندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل سیالۍ چې د نړۍ ټر ټولو ډېرې ګرمې او له شوره ډکې سیالۍ بلل کیږي، هر کال په لوی هند کې ترسره کیږي چې د نړۍ له بېلابېلو لوبډلو څخه پیاوړي لوبغاړي په ډېر لوړ قیمت پیري او بیا یې په بېلابېلو سیالېو کې لوبوي.

د هند غوره لیګ سیالۍ پایلوبه تېر کال د چینای سوپر کینګ لوبډلې ګټلې وه. دې تجارتي لیګ کې ټولې ۸ لوبډلې برخه لري.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۳ پیاوړي لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن چې په مجیب ځدراڼ هم شهرت لري، د هند په ای پي ایل لیګ کې د سنرایزرس حیدارآباد لوبډلې له لورې پرته له دې چې د پير لیست ته وړاندې شي، اخیستل شوي دي.

هېره دې نه وي چې  راتلونکی شنبه به د چینای سوپرکینګ او رویال چیلینجر بنګلور په لوبې یاد لیګ پېل شي.