بارسلونا د ۲۰۱۹ م کال ټولې کورنۍ سیالۍ ګټلي، نور هم شته

محمود خان منندوی

بارسلونا له ماتو کرکه لري؛ ځکه خو یې په ټولو کورنېو سیالېو کې هېڅ ماته نه ده منلې.

د 2011م کال راهیسې په لومړي ځل، بارسلونا د 2019 کال په ټولو کورنیو لوبو کې یوه لوبه هم ونه بایلله.

 28 لوبي | 24 بریاوي | 4 مساوي

بیلډ ورځپاڼي تائید کړه، چې د منچسټر سیټي حمله کوونکې لوبغاړي لیروي ساني تصمیم نیولی دی، تر څو په جنورۍ کې د بایرن میونیک سره یو ځای شي.

ریال ماډریډ د اټلاټیک بیلباوو پر وړاندې د خپلو لوبغاړو لیست اعلان کړ.

الیسون بیکر او روبرټو فیرمینو په 2019 کال کې یو د بل په څنګ کې 4 جامونه ګټلي دي:

 د اروپا د اتلانو لیګ

 کوپا امریکا

 د اروپا سوپر کپ

 د نړۍ والو کلبونو کپ

د اینټر میلان ګول ساتوونکې سمیر هنډانوویچ 100 کلین شېتونه په سیر ای کې د دې کلب لپاره پوره کړل.

 هغه په 2012/13 فصل کې د دې کلب سره د یو ځای کېدو راهیسي په سیر ای کې د کلین شېټونو ریکارډ لري.

جېنوا د اینټر میلان څخه د پرون شپې تر سختي ماتې وروسته خپل روزونکی ټیاګو موټا اخراج کړ.

 جېنوا اوسمهال د سیر ای د جدول په اخېر کې ده او سقوط ته نږدې ده.