د سکاټلند خلاف د ګلبدین نائب بخت لومړۍ بریا خپله کړه

عاشق الله رحیمزوی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلنډ  خلاف په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې وکولای شول چې سکاټلند لوبډلې ته ماته ورکړي. په دویمه نړیواله لوبه کې افغان لوبډلې د دوه منډو په توپیر بریا خپله کړه. سکاټلنډ افغانستان ته په پنځوسو اورونو کې د ۳۲۶ منډو هدف ټاکلی و او افغانستان په ۴۴.۵ اورونو کې ۲۶۹ منډې وکړلې او یوازې درې لوبغاړي یې سوځیدلي و.

افغانستان دا لوبه د ډکورت لویس په سیسټم په دوه منډو وګټله. دا سیستم هغه وخت استعمالیږي کله چې لوبه د اورښت یا بل کوم دلیل په خاطر کمه شي. د افغانستان لپاره په توپوهنې کې تر ټولو زیاتې مڼدې رحمت شاه زرمتي وکړلې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

هغه په ۱۱۵ توپونو ۱۱۳ منډې وکړلې. حشمت الله شاهدي ۵۹ او محمد شهزاد بیا ۵۵ منډې وکړې. همدرانګه پخواني لوبډلمشر اصغر افغان ۲۲ منډې وکړې. شهیدي او افغان ناسوځیدلي پاتې شول.

په توپ اچوونې کې لوبډلمشر ګلبدین نائب ۳، حمید حسن او آفتاب عالم بیا ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ لومړنۍ لوبه د پرلپسې اورښت په خاطر پرته له کومې پایلې پرته لغوه شوه. افغانستان د دې لوبې نه وروسته د همدې میاشتې په ۱۹مه او ۲۱ مه د آیرلنډ سره دوه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې هم لري.

افغانستان دا لوبې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د سیالیو لپاره د چمتوالي په موخه کوي. نړیوال جام د همدې روانې میاشتې په دیرشمې په انګلستان کې پیل کیږي.