لوبډلمشر او د سلېکشن کمېټه دې پر افغانانو ملنډې نه وهي

عمران نایاب

څرنګه چې ټولو ته مالومه ده، افغان لوبډلې خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د اېرلنډ کرکټ لوبډلې پروړاندې ترسره کړه، او بریا یې پکې خپله کړه، خو بیا هم دا سیالۍ د ډېرو ستونزو او نیوکو سره مخ وه.

تر ټولو لویو نیوکه د لوبډلې په سلېکشن کې وه، دا چې دا ستونزې او نیوکې کومې وې، دلته یې په ګوته کوو:

په داسې حال کې چې سمېع الله شینواری، کریم جنت او شرف الدین اشرف ته په لوبه کې اړتیا نه وه خو بیا هم ولوبېدل.

مونږ د نجیب تره کي او عثمان غني په شتون کې لوبډلمشر اصغر افغان د لوبې پیلیز لوبغاړی کړ ، دا هم ډېره لویه او مغرورانه پرېکړه وه.

مونږ په دې نه پوهیږو چې شرف الدین تېره لوبه کې د څه شي په حېث ولوبېد؟ که د سپېنر اړتیا وه نو ظاهر خان له نوموړي ښه سپېنر دی، که د الرونډر اړتیا وه نو شرف خو الرونډر نه دی. کریم جنت یو توپ ویشتونکی آلرونډر لوبغاړی دی، خو د دې لپاره چې د خلکو ورته ځانګړی پام شي تر ټولو لوبغاړو یې مخکې بېټنګ ته را ووېست، خو بیا هم ناکام شو او په بې له کومې منډې جوړولو وسوځېد، په توپ اچونه کې یې ۳ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او د نورو ټکړه تېز بالرانو ځای یې ونیوه.
د سمېع الله شینواري نه توپ اچونې ته اړتیا لیدل کېده او نه هم توپوهنه، خو بیا هم ولوبېد او ناکام ثابت شو.

هیله چې په دوهمه لوبه کې دا ټولې تېروتنې اصلاح شي.