هندوستان دوه پاکستاني ورزشکارانو ته وېزې نه ورکوي
ـــ تاند
د اولمپیک نړیوالې کمېټې د راتلونکو لوبو د کوربه توب لپاره د هند ټولې غوښتنې ځنډولي او د دې هېواد د نړیوال ورزش د منزوي کولو غوښتنه يې کړې ده.
د اولمپیک نړیوالې کمېټې دا پرېکړه وروسته تر هغې وکړه چې هند دوه پاکستاني ورزشکارانو ته وېزې ورنه کړې.
هند په داسې وخت کې پاکستاني ورزشکارانو ته وېزې نه دي ورکړي چې په دې وروستیو کې په کشمیر کې په یوې انتحاري حمله کې د ۴۴ هندي پولیسو د وژل کېدو پېښې د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې بحراني کړي دي.
هند پاکستان تورن کړی دی چې په کشمیر کې په شوې حمله کې لاس لري او دا هېواد به يې غچ واخلي. اوس تازه هند خپلې اوبه له پاکستانه را ګرځوي چې د شنونکو په باور، د پاکستان ډېری زراعتي ځمکې به د اوبو له کمښت سره مخ کړي.
باید وویل شي چې د هندوستان په ای پي ایل لیګ کې د پاکستان کرکټ څخه هېڅ لوبغاړی نه اخیستل کیږي او دواړه هیوادونه سره تل توندې اړیکي پالي.
خو پاکستان بیا د هند تر کڼترول لاندې کشمیر کې په شوي برید کې لاس لرل ردوي.
جیش محمد سخت دریځې ډلې چې په پاکستان کې ده، د کشمیر د وروستي برید مسؤلیت منلی دی.