د کرکټ نړيوالې شورا د هندوستان خلکو وړانديز رد کړ

دعوت خان

د هندي کرکټر هربجن سينګ په ګډون د هندوستان ډيرو خلکو د کرکټ د نړيوالې شورا څخه غوښتنه کړې، تر څو په راتلونکي نړيوال جام کي د هند او پاکستان تر منځ لوبي لغوه اعلان کړي.
خو د کرکټ د نړيوالې شورا رئيس وايي: کرکټ د دې لپاره دی، چي هيوادونه او خلک یوبل ته نيږدې کړي، نه دا چې لا د یو بل څخه ليرې کړي.
د یادې شورا په خبره؛ موږ به د راتلونکي نړيوال جام په هيڅ پلان کې تغير را نه ولو.

د هند خلکو دغه غوښتنه د کشمیر په یوې سیمې پلوامه کي د برید په عکس العمل کي وکړله، په دغه برید کي ۴٩ تنه امنیتي عسکر ووژل سول.

یاد برید په هندي رسنېو کې سخت غبرګونونه را وپارول او اوس آن د کرکټ اړخ یې هم ښکېله خوا ګرځېدلې ده، خو د کرکټ نړیواله شورا د هندوستان د خلکو یاده غوښتنه ردوي.