رحمت الله وحدت
د هندوستان کرکټ بورډ د سږ کال هندوستان کرکټ پریمیرلیګ سیالیو د پیل نیټه اعلان کړه چې د راتلونکی مارچ میاشتی په ۲۳مه نیټه به هندوستان کی پیل شي.
هندي کرکټ بورډ د اوس لپاره یواځی د ۲ اونېو مهال ویش د اپریل تر ۵می نیټی اعلان کړی دی چی پیل به یی د بنګلور او دفاعي اتلی چنایی سوپرکینګز لوبډلې په لوبې سره وشي.
د سږ کال په لیګ کی به یوځل بیا درې پياوړي او نه تسلیمدونکي افغان لوبغاړي راشد خان، نبي عیسی خیل او مجیب ځدران د سن رایزرز حیدراباد او کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې لپاره ولوبیږي.


په دغه لیګ کې لوبیدونکي ډهلي کپیټلز لوبډلې اعلان وکړ چې د خپل کوربتوب لومړۍ سیالۍ څخه ترلاسه شوې پیسی به هندوستان کی د وروستۍ چاودنی د قربانیانو کورنېو ته ډالۍ کړي.