ــــ تاند

د افغانستان لوبډلمشر اصغر افغان او د ایرلنډ لوبډلمشر پال سټرلینګ د هند په دهرادون ښار کې د داوړو لوبډلو تر منځ د سیالیو له پیلیدو وړاندې، په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
اصغر افغان د خپلې لوبډلې له بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او زیاته یې کړه: ((زموږ لوبډله له تېرې یوې میاشتې راهیسې دلته په هندوستان کې پر تمریناتو بوخته ده او له همدې امله موږ راتلونکو لوبو ته بشپړ چمتووالی لرو.))

ښاغلي افغان زیاته کړه چې د ایرلنډ پر وړاندې د سیالیو راتلونکې لړۍ به له دوی سره د کرکټ نړیوال جام لپاره په چمتووالي کې هم مرسته وکړي.
پال سټرلنګ چې په راتلونکې لوبلړۍ کې د ایرلنډ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر دی، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((د افغانستان لوبډله، یوه پیاوړې لوبډله ده او له تېرو څو کلنو راپدېخوا یې په شل اوریزو لوبو کې ښې لاسته رواړنې درلودې. دا زموږ لومړی ځل دی چې په دهرادون کې لوبې کوو او هڅه به مو دا وي چې دلته له هوا سره هم ځان بلد کړو، ترڅو په راتلونکو لوبو کې له سیالې لوبډلې سره رقابتي لوبې وکړو.))

افغانستان او ایرلنډ د دهرادون ښار په راجیوګاندي لوبغالي کې د یوه بل پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې، پنځه یو ورځنۍ نړیوالې او یوه ټېسټ لوبه لري چې راتلونکې پنجشنبه )د فبروري۲۱مه( پیل او د مارچ میاشتې تر۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي.