راشد خان د محمد نبي خاطر هم ونه کړ

 عمران نایاب

افغان ګوګلي ماسټر راشد خان چې له تېرو درې کلونو را هیسې په پرلپسې ډول په ملي لوبډله کې لوبیږي، په ښي لاس ورو توپ اچونه کوي او په تېره لوبه کې یې د آیرلنډ پر وړاندې ۳ پیاوړي لوبغاړي وسوځول  چې په دې کار کردګۍ سره له محمد نبي څخه مخکې شو.

راشد خان اوسمهال په ۲۰ اوریزو لوبو کې ۷۰ وېکټې له ځان سره لري چې په افغان لوبډله کې تر ټولو ډیرې دي. له دې مخکې محمد نبي د ۶۶ ویکټو په درلودو سره له راشد خانه مخکې وو، خو تېره شپه راشد خان دا ریکارډ هم په خپل نوم کړ.

راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمن د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ډېر ویاړ او باور وړ لوبغاړي بلل کیږي او چې کله هم په افغان لوبډله د لوبې په هره برخه کې فشار راغلی، ډېره تمه له دې ۳ لوبغاړو کيږي او چې کله هم ورته موقع ورکړل شوې، افغان لوبډلمشر پرې نه دی پښېمانه شوی.