راشد خان او مجیب ځدراڼ د اسیا د غوره لوبډلې ګډونوال شول

ولید خپلواک

دوه چلینجي او جالبې سیالۍ د راتلونکې مارچ میاشت په ۲۱ او ۲۲ نېټه د بنګله دیش هیواد په ډاکه لوبغالي کې تر سره کیږي.
ټاکل شوې د آسیا په سطحه ۱۱ کسیزه لوبډله د نړیوالې ۱۱ کسېزې لوبډلې پر وړاندې دوه شل اوریزه سیالۍ په بنګله دیش هیواد کې ترسره کوي. یادې دوه شل اوریزې لوبې د شېخ مجیب الرحمان د سلمې کلیزې په پار ترسره کیږي.

 نوموړي له بنګله دېش او پاکستان څخه آزادي تر لاسه کړې وه. بنګله دیش کرکټ بورډ خپله ۱۱ کسېزه لوبډله اعلان کړه چې پکې د دوه افغان لوبغاړو نومونه هم لیدل شوې.

په یاده لوبډله کې د مجیب الرحمن، او راشد خان ځای هم شته.

د بنګله دیش د لوبډلې سکواډ: مستفیظ الرحمان، شیکر داون، تمیم اقبال، ، لیټن ډاس، محمد شمي، ریشب پنټ، مشفیق الرحیم، تیسارا پریرا، راشد خان، سنديپ لامیچینې،کيل راهول، لاسیت ملینګا، ویراټ کوهلې، کلديپ یادوپ، او مجیب الرحمان شامل لوبغاړي دي.

بل طرف د نړۍ په ۱۱ کسېزه لوبډله کې هم ډېر افسانوې لوبغاړي شامل دي چې لوبډلمشري یې د سویلي افریقایي فاف ډوپلیسیس پر غاړه ده.

د نړۍ دیولس کسېزه لوبډلې سکواډ: فاف ډوپلیسیس ،کریس ګیل، شیلډن کوټریل، نیکولس پوران، کرن پولارډ، الیکس هیلز، جوني بیرسټو، انډري ټای، میچل میکلنګن، لونګي اینګیډي، برینډن ټیلر او عادل رشید شامل لوبغاړي دي.