د جنوبي افریقا ولسمشر جېکس کالېس وستایلو
سمیع الله درني
د جنوبي افریقا پخواني کرکټ الروانډر جېکس کېلېس چې د یاد هېواد او په ځانګړي ډول کرکټ بورډ ته یې نه ستړي کدونکې هلې ځلي کړي دي، د دې هېواد ولسمشر له خوا د ایکامانګا په نامه جایزه ورکړل شوه. دا جایزه هغو خلکو ته ورکول کېږي، چې د ورزش، ادب، هنر، ژورنالېزم، کولتور او نورو برخو کې یې لاسته راوړنې لرلې وي.
هغه ته د پاچا له خوا د هغه د ښه کرکټ کولو له کبله دا جایزه ورکړل شوې ده، کېلېس ۱۶۶ ټېسټ لوبې کړي، ۳۲۸ یې یو ورځنۍ لوبې کړي او ۲۵ شل اوریزو لوبو کې یې د افریقا لپاره ګډون کړی دی. نوموړي په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې ۶۲ سلیزې وهلي، چې ټېسټ لوبوکې یې ۴۵ او یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۷ سلیزې جوړې کړي دي. په دواړو فارمټونو لوبو کې یې ۵۷۷ وېکټې هم اخېستي دي، چې ټېسټ لوبو کې یې ۲۹۲ او یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۷۳ وېکټې ترلاسه کړي دي.
کېلېس د ځانګړو اخلاقو او سترې حوصلې لوبغاړی و، ده مخکې د ښو اخلاقو جایزه هم ترلاسه کړې وه، هغه جایزه هم د افریقا دولت ورکړې وه.
۲۰۱۸ کال کې هاشم امله ته د سپینو زرو جایزه ورکړل شوې وه، ۲۰۰۸ کال کې دا جایزه شاون پولک او مکایا این ټيني ته ورکړل شوې وه او ۲۰۱۹ کال کې د اجایزه جېکس کېلېس ترلاسه کړه. کېلېس ته هم د سپین زرو جایزه ورکړل شوه. د جنوبي افریقا د کرکټ لوبډلې اجرایوي مشر تبنګ مورو ویلي: د دې جایزې ورکړه به جېکس کېلېس لا ورزشي خدمت ته ژمن کړي. مورو ویلي چې جېکس کېلېس د نوي عصر بې جوړې الراونډر و او دا زه په ډاډ او فخر سره وایم، چې هغه د کرکټ ستوری و. د افریقا ولسمشر ویلي: چې جېکس کالیس د افریقا نویو ځوانانو ته داسې څه په میراث پرېښي، چې دوی به یې ټول عمر یاد ساتي او د ټول هېواد وګړي به یې نه هېروي.
د کېلېس تقاعد
کېلېس د افریقا لپاره لوبې نه کوي او ۲۰۱۴ څخه را په دې خوا یې تقاعد اعلان کړی دی، هغه د ټېسټ لوبو پیل په ۱۹۹۵ کال کې کړی و، په ۲۰۱۳ م کال کې یې وروستۍ ټېسټ لوبه د هندوستان خلاف وکړه.
یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۱۹۹۶ کال کې د انګلستان خلاف کړی و او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۴ م کال کې د سریلانکا خلاف وکړه. د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۰۵ م کال کې د نیوزیلنډ پر وړاندې کړی و او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۱۲ م کال کې د هند خلاف وکړه. کېلېس تر ۲۰۱۴ م کال پورې په آی پي ایل کې له کلکتې سره د الراونډر په توګه لوبېده او اوس ورسره د روزونکي په توګه دنده مخته وړي.