د شینوارو په ګلاهي کې د فامېلۍ سوپر لیګ پای ته ورسېد | حضرت عثمان نوري

د ختیځ ننګرهار په شینوارو کې د سولې او امن تر نامه لاندې دکرکټ لوبلړ وړمه ورځ پای ته ورسېد. د کرکټ دا لوبلړ د فامېلۍ سوپر لیګ تر نامه لاندې وه چې د غني خېلو ولسوالۍ په ګلاهي کې وړمه ورځ د غني خېلو ولسوالۍ په ګلاهي قریه کې پای ته ورسېد. پایلوبې ته له ګڼو ولسوالېو ځوانان، قومي مشران او د کرکټ ګڼ شمېر لوبغاړي او مینه وال راغلي وو.

دا سیالۍ چې بشپړه یوه میاشت یې په بر کې ونیوه، وړمه ورځ یې پایلوبه ترسره شوه. په پایلوبه کې شېرګړ بازان د پله سر سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ټاس د پله سر سټار لوبدلې وګاټه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. پله سر سټار لوبډلې شېرګړ بازانو لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۶۵ منډو هدف په واک کې ورکړ.

د هدف د ترلاسه کولو په موخه شېرګړ بازانو لوبډله مېدان ته راښکته شوه چې پورته هدف یې د سیالۍ په اتم اوور کې ترلاسه کړ. شېرګړ بازانو ته غوره توپ اچونه عمر وکړه، نوموړي وړمه ورځ د سیالې لوبډلې درې پياوړي لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبلړ غوره لوبغاړی لطیف اعلان شو، دغه راز عمران براوو بیا د ټول لوبلړ غوره توپوهونکی اعلان شو.

قومي مشرانو او د افغان کرکټ بورډ نامتو لوبڅار حاجي بسم الله جان شینواري ځوانان د ورزش سره سره پوهې ته وهڅول او د دویو په یووالي یې ټینګار وکړ. پایلوبې ته راغلو نورو مشرانو هم د دې لوبلړ له مسوولینو مننه وکړه.

یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه کابو یوه میاشت وړاندې پېل شوی و چې په ارامه فضا کې یې پای وموند.