د افغانستان د تکواندو ۳ غړو د اسیا د تکواندو فدراسیون غړیتوب تر لاسه کړ
د افغانستان د تکواندو فدراسون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالصبور عمري، حبیب الله حیدري او ذبیح الله شهزاده د افغانستان د تکواندو هغه غړي دي، چې تازه یې د اسیا تکواندو فدراسون غړیتوب تر لاسه کړی دی.
عبدالصبور عمري د اسیایي تکواندو د داورانو د کمېټې غړیتوب تر لاسه کړی، حبیب الله حیدري د دغه فدراسون د بهرنیو اړیکو د مسول او ذبیح الله شهزاده د مطبوعاتو د کمېټې د سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې خواجه حشمت الله رسا، روح الله نیکپا او نور امیري هم د دغه بنسټ غړیتوب خپل کړی و.
تکواندو، کرکټ، فوټبال او والیبال په افغانستان کې هغه سیالۍ دي چې ګڼ شمېر مینه وال لري.