افغانستان او آیرلند ته د ټیسټلوبو بشپړ غړیتوب ورکړای شو
تاند- د کرکټ نړیوالې شورا نن /پنجشنبه/ په خپل کالني کنفرانس کې افغانستان او ایرلنډ ته د ټیستلوبو درجه ورکړه.
د راپورونو له مخې، د شورا هیڅ غړي د افغانستان او آیرلنډ له بشپړ غړیتوب سره مخالفت ونه کړ.
آیرلنډ، چې له ۱۹۹۳ م کال راهیسې د کرکټ د نړیوالې شورا دوهم درجه یا اسوشیت غړی دی، په یو ورځینیو مسابقو کې ځینې ښې کامیابۍ لرلي؛ پاکستان، انګلیستان او ویست انډیز ته یې ماتې ورکړي دي.
خو افغانستان یوازې په ۲۰۱۳ م کال د کرکټ د نړیوالې شورا د دوهم درجه یا اسوشیت غړیتوب ترلاسه کړی دی.
په دې توګه افغانستان او آیرلند د کرکټ د نړیوالې شورا د یوولسم او دوولسمو ټیمونو په توګه ومنل شول.
تر ۱۹۸۲ م کال پورې د ټیسټلوبو د غړیتوب لرونکو هیوادونو شمېر ۷ و، خو وروسته سریلانکا او زیمبابوې ته هم دا مقام ورکړای شو.
تر ټولو وروستی بنګله دېش ته د ټیستلوبو غړیتوب ورکړای شو. بنګله دېش په ۲۰۰۰ م کال دا درجه ترلاسه کړه او له هغه راوروسته بل هیواد ته د تیسټ میچونو مقام نه دی ورکړای شوی.
په ۲۰۱۵ م کال افغانستان د لومړي ځل لپاره په نړیوال ۵۰ اوره جام سیالیو او دغه راز په نړیوال ۲۰ اوره جام سیالیو کې ګډون وکړ.
په شل اوره جام سیالیو کې افغانستان ویست انډیز ته، چې د اتلولۍ جام یې وګوټو ماته ورکړه.