بشپړ غړیتوب او ټېسټ درجه په څه معنا؟
مبصر : بهار سمسور
افغانستان او ایرلېنډ د ای سي سي یولس او دولسم ټاپ او فول مېمبر غړي اعلان شول.
دا چې دواړو ته دغه حقوق پوره ورکړل شول کنه؟
یا هم کوم مراحل لري او په بدل کې ې څه غوښتنې شته کنه؟
دا ځواب به افغان کریکټ بورډوایي،خو فول مېمبر لوبډلې او بورډونه کومې اسنتیاوې ترلاسه کوي؟
لومړۍ :
تر پینځوس میلیون ډالر مالي مرسته.
دوهم:
د نړیوالې شورا په هره غونډه کې ګډون او هم د رایې استعمالول.
دریم:
له فول مېمبر لوبډلو سره سریزونه زیاتیدل او هم په اسانۍ سره د لوبو برابریدل.
څلورم:
د ای سي سي هر ټورنمېنټ کې پرته له کوالیفای لوبیدل.
پینځم:
د ملي لوبډلې هره لوبه لایف تلویزیون باندې خپریدل.
شپږم:
د ۱۹ کالنو او اې لوبډلو لپاره د زیاتو سفرونو اسانتیا.
اوم:
د کورنیو ټورنمېنټونو او هم د کورنیو لوبو ثبتیدل او اصلیت درلودل له ای سي سي سره.
اتم:
د هېواد لوبڅاران په نړیوالو میدانونو کې په دندو ګمارل کیدل او هم ورته د روزنې ځانګړې توجه.
نهم:
د ای سي سي هرې مشورتي ناستو کې مهم رول لوبول.
لسم:
فول مېمبر لوبډلو سره د ټېسټ (پینځه ورځینیو) لوبو سریزونه ،یوه ورځینۍ او شل اوره لوبې زیاتیدل.
خو: ټېسټ درجه له پورته اسانتیاو فقط د ټاپ خو کمزورو لوبډلو سره د ټېسټ لوبو کول، امتحاني مراحل طۍ کول، او اسوشیټ ته ورته رول لوبول خو شاید افغانستان ته ځینې نورې اسانتیاوې هم ورکړل شوې وئ.
اوس چې موږ فول میمبر شیپ یو پورته ټولې اسانتیاویو څخه برخمن یو.
که ځینې رانه پاتې وي نو تاسو ې ولیکئ.
د سرلوړي، ودان افغانستان او غښتلي دایمي کریکټ په هیله.
هیله ده چې ستاسو پوښتنې به ځواب شوې وي.