د هند په غوره لیګ کې د راشد خان ځانګړې ویکټې

تاند – افغان لوبغاړي راشد خان د هند د غوره لیګ په لوبو کې درې کسان وسوځول. دا لومړی ځل دی چې د هند په غوره لیګ لوبو کې یو باولر درې کسان (LBW) سوځوي.

د ځوان راشد د یکشنبې د ورځې  درې ویکټې عادي ویکټې نه و ې ده، مکالم، فینچ او راینا لرې کړل هغه درې لوبغاړي چې د ګجرات د ټیم د تیر مثال لري او د خپلو هیوادو په ملي لوبډلو کې هم دغه درې لوبغاړي خورا مهم بیټسمینان دي. دا درې واړه په تیره بیا د شل اورو لوبو استادان دي:

مکالم د نیوزیلنډ دی، دی ۲۷ کلن دی. ده ۲۶۹ شل اوروه نړیوالې لوبې کړې دي، ۲۶۰ نړیوالې یو ورځنۍ لوبو کې یې برخه اخیستې او ۱۰۱ پنځه ورځنۍ لوبې یې کړې دي.

د مکالم اوسط په شل اوروه هره لوبه کې ۳۱ اعشاریه دیارلس دی، یعني ده په شل اوروه هره لوبه کې په اوسط حساب څه باندې یو دیرش مندې کړې دي.

فینچ د استرالیا د ملي ټیم خورا خطرناکه بیټسمین دی. ده ۱۷۵ شل اوره نړیوالې لوبې کړې دي چې په هره لوبه کې یې اوسط ۳۴ اعشاریه ۷۷ ته رسیږي. فینچ ۷۹ یو ورځنۍ لوبې هم د خپل ملي ټیم لپاره کړې دي. فینچ په استرالیا او نړۍ کې په  جاریحانه بیټسمین مشهوره دی.

راینا د ګجرات د لوبډلې کپتان چې عمر یې تر دیرشو تیر د ی په۲۴۷ د شل اورونو نړیولو لوبو کې یې د ۳۳ اعشاریه ۳۴ په اوسط  منډې جوړې کړې دي، د هند د ملي لوبډلې لپاره یې ۲۲۳ یو ورځنۍ لوې کړې دي. هندي رسنۍ راینا ته برید کوونکی کیڼ اړخی بیټسمین وایي.

د راشد د باولنګ کمال دا و چې د نړۍ دغه درې تجربه لرونکي لوبغاړي پرې پوه نه شول چې توپ چیرته راځي، د دریو سرو د ویکټو مخکې توپ په پښه ولګیده خو د حیراني خبره دا وه چې د توپ او بیټ ترمنځ فاصله زیاته وه چې دا دا مانا ورکوي چې دغه بیټسمینان هیڅ نه و پوهیدلي چې د راشد توپ چیرته راځي.

هندي مبصرینو تر لوبې وروسته وویل چې راشد ثابته کړه چې د ده ورو باولنګ پرته له څه شکه د درک وړ نه دی او دا دی ثابته شوه چې د لومړۍ کچې د بیټسمینانو لپاره هم د راشد باولنګ حیرانوونکی دی.

تجربه کاره لوبغاړي عادتا ورو توپونه جارو کوي او مکالم غوښتل چې له راشد سره همداسې وکړي خو دی بیخي پوه نه شو چې توپ چیرته راځي همدا و چې (LBW) شو. فینچ هم ګوګلي توپ وسوځاوه او راینا لیګ بریک.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *