کرکټ بورډ د اجرائیه ریاست بست ته جمع شوي اسناد رد کړل، دا بست لا هم ځنډېدلی

ولید ( خپلواک )

افغان کرکټ بورډ  رسماً خبر ورکړ چې د اجراییه ریاست لپاره ټول راټول شوی اسناد د منلو وړ نه دي.
افغان کرکټ بورډ څه موده وړاندې پخوانی اجراییوي رییس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه او پر ځای یې جار عبدالرحیمزی د پنځلس وروځو لپاره سرپرست اجرائیوي رئیس وټاکه.
افغان کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: دا چې د یاد بست لپاره رالېږل شوي غوښتنلیکونه پر شرایطو برابر نه وو، نو د افغانستان کرکټ بورډ وپتېیله چې د دغه بست اعلان شوې نېټه وغځوي، ترڅو پر شرایطو برابر او وړ کسان ورته ځان نوماند کړي او د بشپړې رڼې پروسې له لارې د اجرائیه ریاست ته لاره ومومي.
یاده دې وي چې دغه بست ته ترډېره مشهوره څیرو خپل اسناد کرکټ بورډ ته سپارلي وي خو په ورکړل شوو اسنادو کې یو هم کرکټ بورډ ته د منلو وړ نه و.
بل پلو د کرکټ څارونکې په دې اند دي چې افغان کرکټ بورډ د بیا ځل لپاره هم کوم سیاسي چارواکې دې بست ته معرفي کوي.