ډني سبایوس لا هم په ارسنال کې لوبیږي، نور هم شته

محمود خان منندوی

ډني سبایوس د یوه بل فصل له پاره هم په ارسنال کې د قرضي لوبغاړي په توګه لوبیږي.

دی وایي ریال او نورو کلبونو سره مې د پاتې کېدو انتخابونه هم درلودل، خو ارسنال مې ځکه انتخاب کړ، چې هلته د ځان مهم والی احساسوم.

کروس د میسي په اړه: که میسي د بارسلونا څخه جلا شي، په دې معنا نه ده چې ریال دي ټول جامونه وګټي، خو بارسا به مهمه سلاح له لاسه ورکړي.

هسپانوي رسنۍ: ریال ماډریډ د منچسټر سیټي پر وړاندې د خپل راتلونکي فصل نوي دوهم لباس کې لوبیږي.

اسې میلان اعلان کړه، چې کونټي د ساسولو پر وړاندې تر ټپي کېدو وروسته پرون خپل د کیڼ زنګون جراحي عملیات وکړ.

 لمپارډ اعلان کړه، چې کانټي او ویلیان د ارسنال پر وړاندې سیالۍ ته چمتو دي.

 ډیبالا د سیري اې د جولای میاشتي د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

د پرټګال د ملي لوبډلي، پورټو او بشیکټاش کلبونو پخوانی حمله کوونکی لوبغاړی کاسم پاشا له دې کلبه جلا شو او اوس ازاد لوبغاړی دی.

ګریټ بیل د راتلونکي په اړه: زه فکر کوم، چې کلب باید دې پوښتني ته ځواب ووایي. ریال ماډریډ دا موضوع ډېره سخته کړه. تېر کال مې غوښتل ورڅخه جلا شم، خو هغوی اخیرو لحظو کې مانع شول.

میسي د ګول سایټ سره مرکه کي: په بارسلونا کې خوشحاله نه وم او غوښتل مې ولاړ شم، خو کلب اجازه نه راکوله.

په لیسبون کې تر سختې ماتې وروسته زموږ کار ډېر سخت شو. پوهیدو چې بایرن یو سخت حریف دی، خو دې ماتې د کلب یو بد تصویر خپور کړ.