باکرې فوټبالري نجلۍ په وینو سور کټ

د افغانستان د ښځينه فوټبال فدراسیون غړیو د افغان فوټبال فدراسیون پر ریس د لګیدلو تورونو په باب زړه بګنونکي جزیات خپاره کړي.

له ګارډین سره په خبرو کې هغوی شکایت کړي چې دوي د کرام الدین کریم په لاس سختي ځورول شوي او حتی له جنسي تیریو نیولي بیا تر مرګ پوري ګواښل شوي دي.

تیره میاشت د کرام الدین کریم دنده د ولسمشر له لوری وځنډول شوه او فیفا هم په دې باب د تحقیقاتو غوښتنه کړي خو دا دی د تورونو تازه جزیات اوس نجونو بربنډ کړي دي.

د فوټبال یو شمیر نجونو لوبغاړو ویلي چې دوي د کرام الدین کریم له لوري تر جنسي تیریو لاندي راغلي، کړول شوي او حتی د کورنیو غړیو ته يي د مرګ ګواښونه شوي.

د دغو نجونو فوټالبرو یوې یې ګارډین ته د خپل نومو د پټ ساتلو په شرط ویلي : کریم راباندي جنسي تیری وکړ، دغه تیری یی په خپله هغه خونه کې وکړ چې په فدراسیون کې یې درلوده، بیا یي ووهلم، تومانچه یي په سر را ته کیښوده چې که تا دا مسله له چا سره شریکه کړه، ته او کورنۍ به دې دواړه ووژنم.

یوې بلې نجلۍ ویلي: زه کریم د خپلو هم ټیمیانو تر مخ واګواښلم او راته یي وویل چې ژپه به دې در پرې کړم که دې راباندي څوک خبر کړل، کرام الدین کریم مې په یوه بله غونډه کې هڅه وکړه چې جامې مې را څيرې کړي او راته یي وویل چې رسنیو ته باید خوله پټه ونیسم.

دریمي لوبغاړې نجلۍ چې عمر یي ۲۱ کاله ښودل شوی ویلي: کرایم الدین کریم په زور خپل اطاق ته داخله کړم، دروازه یي وتړله، په غاړه او شونډانو یي ښکلولم او کله چې ما له کوټي دباندي منډه کړه او دروازه مې خلاصه کړه، په صبا یي هغه له ملي ټیم څخه وشړلم او زه یي په همجنسبازۍ تورنه کړم.

د افغانستان لوی څارنوالۍ وروسته تر هغه د کریم او د هغه د څلورو همکارانو دندې وڅنډولي او تر ۹۰ ورځو پوري يي د هغه عضویت په فیفا کې وځنډاوه چې د نوامبر په میاشت کې ګارډین پر نجونو زدکونکو د هغه د جنسي تیریو په اړه راپور خپور کړ.

ویل کیږي کریم تر اوسه هم د ګارډین ورځپاڼي ته د ځواب ورکولو په باب زړه نه دی ښه کړی.

یوې بلي فوټبالري نجلۍ ویلي: (( زه د خپلو ترانسپورټي مصارفو د غوښتني لپاره د کرام الدین کریم دفتر ته ورغلم، له هغه څخه مي د مرستي غوښتنه وکړه او هغه هڅه وکړه چې ښه را نږدې شي او کله چې ښه را نږدې شو نو يي راته وویل چې اوس دې بدن را ښکاره کړه چې ویې وینم ته څومره جوړه شوي يي)).

دغه نجلۍ وايي: ما غوښتل د هغه غوښتنه له پامه وغروځوم، ما له هغه سره ډیر مودبانه سلوک وکړ او روته مې وویل چې ښاغلیه واوره، زه خپلو ترانسپورټي ستونزو لپاره پیسو ته اړتیا لرم تر څو له کوره تر فدراسیونه پرې تګ را تګ وکړم، ورته مې وویل چې کولای شي راسره مرسته وکړي؟ که یې نه شي کولای پریمیږده چې لاړه شم، هغه راته وویل چې صبر وکړه درسره مرسته کوم، ما ورته وویل چې ناوخته ده زه غواړم کور ته لاړه شم، هغه راته وویل اندیښنه مه کوه زه به پیسې درکړم.

(( ریس کریم راته وویل چې هغې کوټې ته په ما پسې راځه، زه ورسره لاړم، ما فکر کاوه چې هغه به راته له کومه ځایه پیسي راکوي، دی تر مخ او زه تر شا پسې روانه وم، نوموړی بلي کوټي ته ننوت او دا کوټه ډيره تپه تیاره وه، په هغه کوټه کې یوه دروازه وه، خو هغه دروازه په اسانۍ چا نه شوای لیدلای، هغه د دیوال په څير وه، دروازه خلاصه وه، او کله چې مې کوټي ته وکتل د هوټل د کوټي په څير وه، یوه داسي کوټه چې هر څه پکې ول له تشنابه نیولي بیا تر هر څه، هغه راته وویل چې دننه راشه، زه هم ور ننوتم، هغه زما تر شا ولاړ وو او دروازه یي قلف کړه، راته یي وویل چې دلته په کټ کښینه، زه ډاره شوي وم، لړزیدم، هغه راته وویل چې نن زه غواړم پوه شم چې ستا تر جامو لاندي څه دي، ما ورته وویل ما پریږده چې کور ته لاړه شم، زه ودریدم او ورته مي په تکرار ویل چې زه کور ته ځم، هغه راته وویل دلته چې هر څومره چیغي ووهي څوک یي نه اوري، ووهه هر څومره چیغي چې وهي ويي وهه.

دغه نجلۍ وړاندي وایي:

(( ریس زه په جبر په کټ څملولم، ما مقاومت کاوه او پاڅيدم، ما ورته وویل پریمیږده، زه یوازي د مرستي د ترلاسه کولو لپاره راغلي یم، زه اوس له مرستي هم تیره یم، ما یوازي پریږده او زه غواړم لاړه شم)).

یاده پيغله فوټبالره وړاندي وایي:

(( هغه راته وویل، نن به معلومه کړم چې ته لیزبینه یعني نجلۍ خوښونکي نجلۍ یي که څنګه، ځکه زه له ډیرو نجونو سره پاتي شوی یم او نن به معلومه کړم چې ته هلک یي که نجلۍ او ولي لکه هلک په څير ښکاري)).

(( زه ودریدم او هڅه مي وکړه پرې وار وکړم، هغه په مخ په سوک ووهلم. زه پړ مخي پر کټ ولویدم، ما هڅه وکړه چې وتښتم او دروازه خلاصه کړم خو دا چې دروازه د ګوتو په نښان خلاصیده هغه خلاصه نه شوه، ځکه ریس صایب په خپلو ګوتو عیاره کړي وه. بیا یي بر مخ ووهلم او دا ځل یي په خوله په سوک ووهلم، زما له شونډانو او پوزي ویني بهیدي، هغه زما په وهلو پيل وکړ، زه په کټ ولویدم، هر څه تپه تیاره ول.

دغه نجلۍ وړاندي په خپل دغه اقرار کي وایي:

(( کله چې مې سترګي خلاصي کړي، زما ټولي کالي ککړ شوي ول، هرې خوا ته مې کالي په وینو رنګ ول، زه لړزیدم، زه نه پوهیدم چې څه راسره شوي ول. کټ په وینو سور وو، زما له پوزي، خولي او تناسلې آلې څخه ویني تللي وي. زه تشناب ته لاړم، ما مي مخ پریمینزل او کالي مې سم کړل. ریس ته مي وویل چې زه همداسي ځم او هر څه چې په ما تیر شوي په اړه یي نن رسنیو ته وایم، هغه وسله راواخیسته او زما په مخ یې کیښوده. راته یي وویل، وګوره ما څه درسره وکړل، اوس کولای شم چې په سر دې په مرمۍ ووهم او ماغزه دې در باد باد کړم، زه به دې کورڼۍ ووژنم، که غواړي چې کورنۍ دې ژوندۍ پاتي شي نو ښه به وي چې خپله خوله بنده کړي او هیچا ته په دې باب څه و نه وايي)).

(( بیا یي په مخ په پیسو وویشتم او راته یي وویل چې اوس نوره له کوټي ووزه)).

یاده نجلۍ وايي چې ریس کرام الدین کریم په داسي حال کې چې سخته بیریدلي وم دروازه راته پرانیستله او راته یي وویل چې مخ ورک کړه او زه هم ترینه را ووتم.

هغه وایی:

(( ما مې له ډاره فامیل ته هم دا کیسه و نه شوای کړای، ما مي کورنۍ ته ووی لچې مخ او شونډان مې په تمرین کې خوږ شوي، ما ښه احساس نه درلود.

یاده پیغله وايي چې څو ورځي بیا فدراسیون ته نه ولاړه او وروسته خبره شوه چې کرام الدین کریم په دې پسې داسي آوازه خپره کړي چې ګوندي دا يي له کومې بلي نجلۍ سره د جنسي اړیکو پر مهال نیولي او له فدراسیون څخه یي ایستلي ده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او شمالي ایتلاف د وتلي کوماندان کرام الدین کریم له لوري پر دغې نجلۍ د شوي تیري کیسه اوس ډیره خطرناک پړاو ته ننوتي ده.

یاده نجلۍ وايي چې دا ښه پوهیږي چې که د یاد تیري نور جزیات را وباسي نه یوازي د دې ژوند بلکې د کورنۍ ژوند به یي له لا جدي خطر سره مخامخ شي خو وایي دا کار د افغان نجونو لپاره کوي تر څو بیا څوک و نه کړای شي پر نجونو تیری وکړي او هغوي ته بدلمني ور واړوي.

یاده نجلۍ همدا راز وایي چې د کریم د اخلاقو په باب ټول خلک خبر ول د ټیم ټولي نجوني خبري شوي وي.

کله چې له دغې نجلۍ څخه پوښتنه وشوه، کله چې تاسو له داسي تیریو سره مخ شوي وې، نو ولي مو هغه مهال خوله نه خلاصوله وویل:

(( هغه د فدراسیون په دننه او دباندي په حکومت کې پراخ نفوذ درلود، هغه یو مهال د پنجشیر والي وو او له هغه دمخه د دفاع وزارت د دفتر د ریس په توګه دنده لرله، اوس یوه نجلۍ هم غږ نه شي پورته کولای ځکه ډاریږي و به یې وژني)).

ګارډين سره په خبرو کې یوې بلي پیغلي فوټبالري ویلي:

(( د فدراسیون یو غړي راته وویل چې د کرایم الدین کریم دفتر ته یې غوښتي یي، زه د هغه له کرکټر څخه خبره نه وم، کله چې دفتر ته ورننوتم سلام مې ورکړ او هغه راته وویل چې په سوفا کوچ کې ورسره کینم، کله چې کښینستم هغه ټوکي ټکالي راسره پیل کړي، سوکه سوکه یي زما پر بدن لاس وهل پیل کړل او بیا یي هڅه وکړه ما ښکل کړي، ما په ژړا پیل وکړ، زه ډاره شوي وم او ډیره وارخطا وم او هڅه مي وکړه هغه له ځانه لري کړم)).

دوهمه نجلۍ وړاندي وايي : (( ما چیغي ووهلی، پر هغه مي برید وکړ او ځآن مې ترینه خلاص کړ، یوه میاشت بیا فدراسیون ته نه لاړم، ما ډیر د ناتوانۍ احساس کاوه او له هیڅ چا سره مې دا مسله شریکه نه کړه، د فدراسیون له لوري راته په وار وار ټلیفونونه وشول چې بیرته ورشم ځکه د ریس کرام الدین کریم موقف تر پوښتني لاندي وو او خلکو شک درلود)).

دغه نجلۍ وايي چې دا بیرته فدراسیون ته ستنه شوه خو د فوټبال د فدراسیون کیسه لا نه وه خلاصه شوي.

نوموړي وایي چې د فدراسیون ریس به هره ورځ د تمرین میدان ته پسي راتلل او ورته ویل به یي چې له فدراسیون څخه یوه میاشت غایبیدل ښه پریکړه نه وه او که چیرته د هغې ورځي په باب چا ته یو ټکی هم په ژبه راوړي و به یي وژني.

دغه نجلۍ وړانډي وایي:

(( یوه ورځ سهار وختي د تمرین لپاره فدراسیون ته راغلم، زه په چمن ناسته وم د نورو لوبغاړو راتلو ته مې انتظار یوست، ریس کریم ولیدم او دا چې زه یوې امنیتي کامرې ته نږدې ناسته وم نو ده راته ټلیفون وکړ، ما یې ټلیفون ته ځواب و نه ویل او مجبوره شو چې راته یي غږ وکړ چې ورشم، ما بله لاره نه درلوده دی ریس وو او وسله او ساتونکي یي هم درلودل، زه ورغلم، له هغه سره مې هیڅ کار هم نه وو لیکن مجبوره یي کړم، زه یې دفتر ته داخله کړم، هغه ماته په ټلیفون کې لاره وښوده چې له کومي لاري هغه پسې کوټو ته ننوزم، کله چې له څلورو دروازو تیره شوم یوې داسي کوټي ته ورسیدم چې لکه یو پینځه ستوري هوټل کوټي په څيره وه چې یوه لویه آینه هم پکې وه، زنانه وسایل پکې لیدل کیدل، یو لوی کټ پکې ایښي وو چې ښایسته څوکۍ یي هم تر څنګ ایښي وی، ما چې دا شیان ټول ولیدل سخته وبیریدم او فکر مې وکړ چې دا به زما د ژوند وروستۍ ورځ وي)).

هغه وایي:

(( ریس کرام الدین کریم لوڅ ځان په کټ کې ناست وو او زما د راتلو انتظار یي کاوه، ما په ژړا پیل وکړ او دی را پسې را جګ شو او تر لاس یي ونیولم او زما د کالو او ټیکري پر ایستلو یي پيل وکړ، هغه زما د بربنډولو هڅه وکړه، هغه زما جامي را څيري کړي، ما ژړل او ما چیغي وهلي، ما مقاومات کاوه، زه ډيره خوشبخته وم ځکه په دې وخت کې ورته ټلیفون راغی، ما په لوړ آواز چیغي وهل، هغه زه ټيله کړم او هڅه یي وکړه چې ما چوپه کړی خو ما چیغي وهلي، هغه بله لاره نه درلوده دروازه یي خلاصه کړه او کله چې دروازه خلاصه شوه ما هم منډه کړه)).

له ګارډين سره په خبرو کې دریمي فوټبالري نجلۍ هم د کرام الدین کریم په باب بګنونکو رازونو څخه پرده پورته کړي.

دغې نجلۍ هم د موضوع د حساسیت له کبله نه دي غوښتي نوم يي واخیستل شي.

هغې ویلی: (( یوه ورځ د کرام الدین کریم دفتر ته ورغلم چې پر یوه مکتوب یي لاسلیک واخلم، کله چې هغه پر ما لاس وهل پیل کړل او غوښتل یي زما غاړه او شونډان ښکل کړي ما هڅه وکړه له نوموړي ځان لري کړم، ما ورته وویل چې ته زما د بابا په عمر یي او باید وپوهیږي چې څه کوي، هغه راته وویل، زه نه پوهیدم چې ته به داسي یي ځکه دباندي خو دي راسره دوستانه برخورد درلود)).

هغه راته وویل چې ما خو له تا سره دباندي ډیر دوستانه برخورد درلود او ته خو پوهیږي چې د دوستانه اړیکو پایله په جنسي اړیکه خطمیږي.

دغه نجلۍ وایي چې ریس کرام الدین له دفتر څخه یي تیښته کړي او ځان یي په هغه ورځ ترینه ژغورلی دی.

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د څو دفترونو او په خاصه توګه د ولسمشر غني له دفتر څخه یي په دې باب د مرستي او تحقیقاتو ژمني تر لاسه کړي خو نجوني وايي چې دوي په قانون باور لري.

یوې هغې ویلي: (( زه په حکومت باور نه شم کولای).

دوهمې یې ویلي: (( کرام الدین یو زورور حکومتي کس دی هغه ډيري پیسي لري او په خپلو پیسو هر کار کولای شي، هغه کولای شي خلک حتی واخلي، زه له فیفا او نړیوالو څخه غواړم چې په دې باب په افغانستان کې اقدام وکړي.
خبریال ویب پاڼه