د کندهار پوهنتون له لوري د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

اسدالله نوري

د مشر استاد عبدالرحمان بابي په نامه ټورنمینټ کندهار ښوونې او روزنې پوهنځي وګاټه.

 دا ټورنمینټ چې په کندهار پوهنتون کې د دغه پوهنتون د دوولسو پوهنځېو د ۱۲ لوبډلو ترمینځ جوړ شوی و، پایلوبې ته یې د زراعت او ښوونې  او روزنې پوهنځي فوټبال لوبډلې وتلې وې، چي ۲ پر صفر دا پایلوبه د ښوونې او روزنې لوبډلې د سمیع الله په دوو ګولونو سره وګاټه او د مشر استاد عبدالرحمان بابي د ټورنمینټ اتله لوبډله شوه، چې دوهم یې زراعت او درېیم مقام د شریعت پوهنځي لوبډلې وګاټه.

 مشر استاد بابی صاحب وايي خوشحاله دی، چې پوهنتون د ده د خدمت په خاطر دا ټورنمینټ د ده په نامه کړی و او غوښتنه یې وکړه، چې پوهنتون د نورو خدمتګاره استادانو په نامه هم ټورنمینټونه جوړ کړي.