په کندهار کې د افغانستان د آزادۍ د ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ د فوټسال سیالۍ پېل سوې

منندوی

 د فوټسال دا لوبې د افغانستان د آزادۍ د ۱۰۰م کلیزي په ویاړ پرون/ پنجشنبه/ پېل شوې، چې لوبې یې د کندهار په دوو جمنازیمونو شهید احمدولي خان او ملي ورزشي جمنازیمونو کې ترسره کیږي.

 په دې لوبلړ کې اته غوره لوبډلې ګډون لري، چې لوبې یې په یادو دوو جمنازیمونو کې د تګ او راتګ لوبو په شکل ترسره کیږي.

 د دې سیالېو موخه د افغانستان د ۱۰۰مي کلیزي سم لمانځل دي او د لوبغاړو ترمنځ یووالي راوستل دي، چې یوه اونۍ به جریان ولري.

 د دې لوبو مکمل جدول:

 پنجشنبه ځوان عاریف مقابل حاجي محمد سروري د تګ پړاو لوبه.

 شنبه ۸ بجې شاهین مقابل شاهین اسمایی د تګ پړاو لوبه ۹ بجې الفت ځوانان مقابل بامیکا د راتګ پړاو لوبه.

یکشنبه ۸ بجې جیکور مقابل مسجید جامع فاطیمه د تګ پړاو لوبه.

 دوشنبه ۸ بجې حاجي محمد سروري مقابل ځوان عاریف د راتګ پړاو لوبه ۹ بجې شاهین مقابل شاهین اسمایی د راتګ پړاو لوبه.

 سه شنبه ۸ بجې الفت ځوانان مقابل بامیکا د راتګ پړاو لوبه ۹ بجې جیکور مقابل مسجید جامع فاطیمه د راتګ پړاو لوبه.