افغان کرکټ بورډ د نوي اجرایئه سره لومړۍ ناسته وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې:

پرون ورځ، د جولاى په ١٠مه نېټه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي او د بورډ غړو ضيا الحق امرخېل، شکرالله عاطف مشعل، جواد پېکار، فريدون الهام، ګلالۍ نور ساپۍ او د عبدالرحمن الکوزي په استازولۍ نوريالى ابراهيمي له ١٢ شارټ ليسټ شوو کسانو سره د اجراييه رياست د بست لپاره مرکې وکړې.
د يادونې وړ ده چې د دغه بست لپاره ١٧ کسانو خپل اسناد جمع کړي و، چې په يادو کسانو کې ١٢ کسان شارټ ليسټ شوي و. په دغه ١٢ کسانو کې د اجراييه مشر لپاره تر ټولو غوره او وړ کس لطف الله ستانکزى وبلل شو او د عمومي رييس او د بورډ د غړو په ګډه پرېکړه نوموړى د افغانستان کرکټ بورډ نوى اجراييه مشر اعلان شو. دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ بورډ د همدې نوي اجرایئه ریئس په ټاکل کېدو سره د دواړو لورو لمړۍ رسمي ناسته وه چې ترسره شوه.

پاتې دې نه وي چې بېګاه ماښام ولسمشر اشرف غني هم د کرکټ بورډ له مسوولینو سره د کرکټ بورډ په تشکیلاتي ستونزو غږیدلی او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې ده چې د کرکټ بورډ اړوند تشکیلاتي نیمګړتیاوې دې و ارزول شي.