کورټیس کمپر ته اېرلنډۍ لوبډلې په ۲۱ کسیزه سکواډ کې ځای ورکړ

ولید (خپلواک)

 جوناتن ګارت او کورټیس کمپر هغه نوې څېرې دي چې د سټوراټ ټامسن، او شین ګیت کاتي، پر ځا ایرلنډ ملي لوبډلې ته راستانه شوي دي.

دغه لوبډله به د جولای په ۱۸ نېټه ساوت امپټون ته سفر وکړي، چې هلته به د انګلنډ لاینز لوبډلې سره یوه لوبه وکړي، له هغه وروسته به درې پنځوس اوریزه لوبې د روانې میاشتې په ۳۰، دوهمه لوبه د اګسټ په لومړۍ او وروستۍ سیالۍ به بیا د اګسټ پر څلورمه نېټه په ترتیب سره ترسره کړي.

د دې سیالیو لپاره ایرلنډ لوبډلې خپله لوبډله اعلان کړه چې پکې افریقایي کورټیس کمپر هم ګډونوال دی، کمپر په جنوبي افریقا کې زیږدلی دی او اوس د لومړي ځل لپاره په ایرلنډۍ لوبډله کې واخیستل شو.

د کمپر په ګډون د ایرلنډ لپاره، مارک ادیر، انډیو بال بيرني، لوبډلمشر، پيټر چیس، ګیرت ډیلاني، جورج ډوکریل، جونیتن ګارت، ټایرون کین، جوش لیټل، انډریو مک برائن، بیري مک کارټي، جیمز مککولم، کیون اوبراین، ویلم پورټر فیلډ، بویډ رینکین، سیمي سینګ، پاول سټرلینګ، هاري ټیکټور، لورکان ټکر، ګیاري ویلسن، او ګریک ینګ شامل لوبغاړي دي.