سارو ګنګولي: د کورونا په روان وضعیت کې هېڅ کوم سفر نه ترسره کوو

 ولید ( خپلواک )

 د هندوستان کرکټ بورډ او د بي سي سي آی کميټې موافقه کړې چې لوبډله به سریلانکا ته د درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه لوبو لپاره ولیږي. د دې څخه مخکې د بي سي سي آی کميټې مشر سارو ګنګولي ویلي و چې د کرونا په روان ماحول کې هیڅ کوم سفر نه ترسره کوو، ټاکل شوې وه چې په جون میاشت کې هندوستان کرکټ ملي لوبډله د دې سیالیو لپاره سفر کړې و اما د کرونا ویروس دې وخت ته دا سفر راورسوه.

هندوستان کرکټ ملي لوبډله به د ۸ یا ۱۲ اوونېو پورې د خپل فیټنیس روزنیز کمپ ته ضرورت لري، تراوسه پورې د یاد دوه اړخيز سیریز په اړه دقيقه نېټه نده معلومه شوې، خو د ترسره کیدو چانس یې زیات دی.

 یاده دې وي چې سریلانکا هیواد دا ځل د اسیا جام لپاره هم چمتوالی نیسي، ځکه پاکستان کرکټ بورډ سریلانکا ته د خپل کوربتوب چاري ور وسپارلي.