د فوټبال له ډګره لنډ خبرونه
محمود خان منندوی
ګازټا: که چېرې د سیري اې ځنډېدلې لوبې بیرته پېل شي، نو د ایټالیا د حذفي جام د نیمه پایلوبې د راتګ پړاو لوبې او پایلوبې ترسره کولو ته وخت نه پاتې کېږي، چې دا لوبې به د بل فصل پېل ته پاتې شي.
پیډرو او ګوټزي چې د دې فصل په پای کې یې د خپلو کلبونو څخه د جلا کېدو خبر یقیني شوی دی، د روما کلب پام ور اوښتی دی.
د اسې میلان کلب د ساتني او صحي برخې ۲۰ زره بستې هغو مینوالو ته ورکړي دي، چې عمرونه یي لوړ او د اسې میلان د دې فصل د لوبو ټکټونه یي رانیولي وو.
امریکايي رسنېو منلې ده چې د مونټرال ټینس سیالۍ چې ټاکل شوې وه د روان زیږدیز کال په اګسټ میاشت کې ترسره شي، په مکمل ډول لغوه اعلان شوې. د دې سیالېو د لغوه کېدو علت کورونا وایروس ګواښ په ګوته شوی دی.
ډيلي میل: ارسنال د خپلي حملې کرښي د قوي کولو له پاره په راتلونکي دوبي کې د ولورهمپټن د پرټګالي لوبغاړي ډیوګو ژوټا د رانیولو له پاره اقدام کوي.
د اټلانټا لوبغاړي یوزیپ ایلیچیچ چي تېره اوونۍ یي پر والنیسا په کوم توپ پوکر وکړ، هغه یي د کرونا وایروس سره د مبارزې او د ډاکټرانو د درنښت له امله د برګامو روغتون ته ځانګړی ورکړ.
د ټاټنهام او لیپیزیګ د تېري اوونۍ د لوبي پر وخت د ټاټنهام د فاعي لوبغاړي فرټونګن پر کور او کورنۍ وسله لرونکو غلو حمله کړې وه.