د فوټبال له ډګره څو لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

د لاټزیو پر وړاندې د تېرې شپې په لوبې کولو سره د دې کلب له پاره د ناپولي لوبغاړي میلیک ۱۰۰ سیالۍ پوره کړې.

 مویزي کین د نیو کاسل یونایټیډ پر وړاندې د پرون شپې په ګول لګولو سره، په ۲۷ لوبو کې د ګول نه لګولو لړۍ پای ته ورسوله

هغه د اخېر ځل له پاره ۲۰۱۹ میلادي کال په اپریل کې ګول لګولی و. د دې تر څنګ هغه د ۲۰۰۲م کال راهیسې د ایورټون لومړی ایټالیوی لوبغاړی شو، چې په غوره لیګ کې یي ګول ترسره کړ.

د ریال ماډریډ راسته دفاعي لوبغاړی الوارو اوډریوزولا د فصل تر پایه د بایرن میونیک سره د یو ځای کېدو خبر تائید کړ.

 ارسنال د پای په هغو ۷ لوبو کې چې په غوره لیګ کي د چیلسي میلمه کلب و، لوبه نه ده ګټلې.

دې لوبډلې ۶ ماتې منلي دي او یوه سیالي یې بیا مساوي کړې ده.

 هیڅ کلب د ارسنال او لیورپول په اندازه چیلسي ته په سټمفورډ بریج لوبغالي کې ډېره ماته نه ده ورکړې. دې ۲ کلبونو له کور څخه بهر په  ۷ سیالېو کې چیلسي ته ماته ورکړې ده.

 اکیپ: پاریس سېنټ جرمن د کاواني د جلا کېدو په صورت کي غواړي هیګواین د یوونټوس څخه راونیسي.

د ۱۹۹۵م کال راهیسي تر اوسه هیڅ هغه لوبغاړي چې په چیلسي کي یي د لوبیدو مخینه لري، د دې کلب پر وړاندې په غوره لیګ کي د لوبې څخه بهر نه شو، خو تېره شپه ډاویډ لویز دا ریکارډ ثبت کړ.