اټلاټيکو ماډریډ په تېرو ۲ اوونېو کې ۲ جامونه له لاسه ورکړل

محمود خان منندوی

د فوټبال به لوبلړېو کې لیونیا د اټلاټیکو ماډریډ په وړاندې سیالي ترسره سره کړه،  لیونیا ۲ ګولونه ووهل او اټلاټيکو ماډریډ بیا یوازې ۱ ګول ترسره کړ؛ ځکه خو اوټ هم شوه.

 د لیونیسا له پاره کاسټانډا او بینټیو ګولونه ولګول د اټلاټیکو ماډریډ له پاره بیا کوریا ګول وواهه.

 اټلاټیکو ماډریډ د اخېر ځل له پاره دا لیګ په 2012/13 فصل کي ګټلی و. لیونیسا دې لیګ کې هیڅ اتلولي نه لري.

 دا په تېرو ۲ اوونېو کي دوهم جام دی، چي اټلاټیکو ماډریډ له لاسه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې اټلاټیکو ماډریډ د درېیمې درجې د لیګ د لوبډلې پرمټ د هسپانیا د حذفي جام څخه ډېر ژر ووته.

یاده دې وي چې اټلاټیکو ماډریډ د هسپانیا د مسکلي فوټبالرانو نامتو او پیاوړې لوبډله ده چې په ګروپ کې پیاوړې لوبغاړي لري.   دا لوبډله په ۱۹۰۳ میلادي کال کې جوړه شوې ده چې تر اوسه ښه ځلېدلې هم ده. دا لوبډله د (ای ټي ایم) په شارټ کټ نوم هم شهرت لري.