استرالیا په ۵۷ منډو پاکستان مات کړ

تاند- استرالیا پنځمه یا وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه له پاکستانه په ۵۷ منډو وګتله.

استرالیا د دغو ۵ یو ورځینیو درې نورې هم ګتلې وې.

سره له دې چې که استرالیا نننۍ سیالي ګټلې هم نه وای، د سریز یا لړۍ ګټونکې وه خو بیا یې هم پاکستان ته د ۳۶۷ منډو لوړ هدف وټاکه.

پاکستاني لوبغاړو په ۴۹ اوور کې تر سوځېدو مخکې ۳۱۲ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې بابر اعظم (۱۰۰) او شارجیل خان (۷۹) وکړې.

خو د استرالیا تر ټولو زیاتې منډې ډې اې وارمر (۱۷۹) او ټي ایم هیډ (۱۲۸) وکړې.

نن /پنجشنبه/ د انګلیستان او هند ترمنځ ۲۰ اووریزه او د هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ترمنځ یو ورځینۍ مسابقه روانه ده. تر دې دمه امارات برلاسی ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *