نیکولس پوران: تېروتنه مې کړې، راتلونکې کې به له عقل کار اخلم

د کرېکټ نړیوالې شورا د وېسټ انډیز پیاوړی توپ وهونکی وېکېټ ساتونکی نیکولس پوران باندې د څلورو شل اوریزو لوبو بندیز لگولو پرېکړه وکړه، چې له امله يي نوموړی د افغانستان په وړاندې دریو شل اوریزو لوبو او د هندوستان په وړاندې لومړنۍ شل اوریزې لوبې کې گډون نشي کولی.

په نیکولس پوران دغه بندیز د افغانستان په وړاندې درېیمې نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې کې د توپ خرابولو په جرم لگول شوی. نیکولس پوران خپله جرم او د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري لگول شوی بندیز منلی او په دې اړوند له افغانستان او خپلې لوبډلې څخه بښنه غوښتې ده.

د توپ خرابولو سره نوموړی د کرېکټ نړیوالې شورا د چلند اصولو څخه د درېیمې کچې سرغړونه کړې. دغه کړنې سره نوموړی د کرېکټ نړیوالې شورا ماده ۲.۱۴ څخه چې «د توپ حالت کې بدلون» اړوند دی هم سرغړونه کړې چې له همدې امله د څلورو لوبو بندیز پرې لگول شوی. له دې سربېره نوموړی پنځه اخلاقي نمرې هم له لاسه ورکړي.

نوموړی د افغانستان په وړاندې درېیمې نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې کې غټې گوتې په نوک د توپ خرابولو هڅې پر مهال لیدل شوی او د کرېکټ نړیوالې شورا ته د نوموړي دغې سرغړونې اړوند لوبڅاران بسم الله شینواري، احمد دراني، درېیم لوبڅار احمد پکتین او څلورم لوبڅار عزت الله صافی راپور ورکړی و.

د کرېکټ نړیوالې شورا له دې پرېکړې وروسته نیکولس پوران د وېسټ انډیز کرېکټ بورډ له لوري خپره شوې اعلاميي کې ویلي: «له خپلې لوبډلې، مینه‌والو او افغانستان څخه د هغه څه له امله چې دوشنبې په ورځ لوبغالی کې واقع شو بښنه غواړم. خپله تېروتنه او پایله کې يي د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري هر ډول سزا په بشپړه توگه منم. غواړم ټولو ته ووایم چې دا یوه انفرادي کړنه وه او بیا به تکرار نشي. ژمنه کوم چې له دې تېروتنې عبرت او راتلونکي کې به له عقل څخه کار واخلم.»

ټاکل شوې وه نوموړی شل اوریزو لوبو کې د وېسټ انډیز لپاره وېکېټ ساتنه وکړي، خو دغه بندیز څخه وروسته د نوموړي پر ځای دنېش رامډین لوبډلې ته غوښتل شوی.