د هند کرکټ ملي لوبډلې نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ یو په یو مساوي کړه

ــــ تاند

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې خپل سفر څه وخت وړاندې نیوزیلینډ ته کړی او نن یې په اکلېنډ نړیوال لوبغالي کې دوهمه شل اوریزه سیالۍ ترسره کړه.  هندۍ لوبډلې نیو زېلېنډ ته په دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې په اوو ویکټو ماته ورکړه او د لوبلړۍ یې یو په یو مساوي کړه.

په دې سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې وکړه، اته لوبغاړو یې بهترینه اننګز ولوبولو او ټول ټال یې ۱۵۹ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لپاره ګرېنډ هوم ۵۰ منډې په ۲۸ توپونو جوړې کړې چې، په لوبه کې یې یوه څلوریزه او ۴ شپږېزې هم شاملې وې. دغه راز ټاېلر بیا په خپله توپوهنه کې ۴۲ منډې په خپل اکونټ کې ثبت کړې چې په لوبه کې یې ۳ څلوریزې هم شاملې وې.

نیوزیلینډ په لومړۍ توپوهنه کې هند ته د ۱۵۹ منډو هدف په واک کې ورکړ.

د هند ملي لوبډلې د یاد هدف په ۱۹م اور کې په ډېرې اسانۍ سره ترلاسه کړ، یوازې درې لوبغاړي یې اوټ شول او دوهمه شل اوریزه سیالي یې په خپل نوم کړه.

شرما وکولای شول چې په ۲۹ توپونو ۵۰ منډې د خپلې لوبډلې لپاره جوړې کړې، فانټ بیا په ۲۸ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې، دغه راز شکېر دېوان په ۳۱ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې چې په لوبه کې یې ۳ څلوریزې هم شاملې وې.

هند کرکټ ملي لوبډلې د دې سیالۍ په ګټلو سره وکولای شول چې د لوبو لړۍ یو په یو مساوي کړي.

هېره دې نه وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به پایلوبه دوه ورځې وروسته (د یکشنبې) په ورځ ترسره شي.