کریس ګیل وايي، له افغانانو سره له لوبې خوند اخلي

تاند- د کرکټ د نړۍ نامتو لوبغاړی کریس ګیل وايي، د بېلابېلو هیوادونو په غوره لیګونو کې یې لوبې کړي، خو د افغانستان په غوره لیګ کې ډېر خوشاله دی.

کریس ګیل، چې د ویست انډیز تکړه لوبغاړی دی، تراوسه پورې د هند په (IPL)، د پاکستان په (PSL)، د استرالیا په Big Bash د بنګله دېش په (BPL) او د خپلې سیمې کربین په (CPL) لیګونو کې لوبېدلی، وايي چې له افغانانو سره له لوبې خوند اخلي او تراوسه پورې ډېر خوشال دی.

د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، کریس ګیل د محمد نبي تر کیپتانۍ لاندې د بلخ لیجندز لوبډلې لپاره لوبېږي. دی په خپل هیواد کې د یوې مهمې سیالۍ له کبله د بلخ لیجندز لومړۍ مسابقې ته حاضر نه شو.

۳۹ کلن ګیل وايي، افغانان له کرکټ سره زیاته مینه لري او کله چې دی نوي او ځوان لوبغاړي ویني او له هغوی سره خبرې کوي، ښه احساس کوي.

ده همداراز وویل چې که څه هم له ډېرو سره په خبرو کې ستونزه لري ځکه چې په انګلیسي نه پوهېږي خو د ترجمان په وسیله مشکل حل کولی شی.

کریس ګیل د شنبې په ورځ د بلخ لیجند لپاره په ۱۵ توپونو ۱۲ منډې وکړې.