بلخ د افغان غوره لیګ د جدول سر ته وخوت

تاند- د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ د سیالیو په دوام کې تېره شپه بلخ لیجندز لوبډلې په ۸۹ منډو پکتیا پنترز ته ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې لومړی بلخ لیجندز لوبډلې بیټنګ وکړ او سیالې لوبډلې ته یې ۱۹۶ منډې هدف وټاکه.

خو د پکتیا پینترز لوبډلې ټول لوبغاړي په داسې حال کې په پنځلسم اوور کې وسوځېدل چې یوازې یې ۱۰۶ منډې کړې وې.

د بلخ لیجندز لپاره تر ټولو ډېرې منډې راین دوشېت وکړې. ده ۷۴ او همداراز دروېش رسولي ۴۴، روی بوپارا ۲۶ او کولین مونرو ۲۵ منډې وکړې.

د پکتیا لوبډلې شهزاد محمدي د تېرو سیالیو خلاف ژر وسوځېد.

د شهزاد ویکټه افتاب عالم واخیسته.

دې بري بلح لیجندز لوبډله، چې محمد نبي یې کیپتاني کوي، د افغانستان د غوره لیک د جدول سر ته وخېژوله.

بلخ لیجندز په ۵ سیالیو کې ۴ ګټلي دي.

ورپسې د راشد خان په کیپتانۍ د کابل ځوانان لوبډله ده چې په ۵ سیالیو کې یې ۳ ګټلي دي.

پکتیا لیجندز هم په ۵ سیالیو کې ۳ ګتلي خو په زیات توپیر پرونۍ ماتې د امتیازونو له نظره تر کابل ځوانانو شاته کړه.

د ننګرهار لیپرډ لوبډلې ۶ سیالۍ کړي خو دوېیې ګټلي ځکه تراوسه څلورم مقام لري او د کندهار نایټ لوبډلې تراوسه پورې په ۵ سیالیو کې یوازې یوه سیالي ګټلې ده.