بلخ لیجنډز په ۲۱ منډو کابل ځوانان مات کړل

تاند- د ګلبهار افغانستان  کرکټ د غوره لیګ د سیالیو په دوام کې نن /یکشنبه/ بلخ لیجندز لوبډلې په ۲۱ منډو کابل ځوانانو ته ماتې ورکړه.

بلخ لیجندز لوبډله، چې د جدول په سر کې ده، د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په پای کې په ۲۰ اوورونو کې ۲۴۴ منډې وکړې چې په روان تورنمنټ کې یو لوی هدف دی.

د دوی لپاره خورا ښه بیټنګ کریس ګیل وکړ. ده په ۴۸ توپونو ۸۰ منډې وکړې. ۳۹ کلن ګیل ۱۰ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې او له همدې کبله یې د ډېرو شپږیزو جایزه هم وګټله.

دروېش رسولي یوازې په ۲۷ توپونو ۵۰ منډې وکړې. همداراز ایمدي موناویرا په ۲۵ توپونو ۴۶ او محمد نبي په ۱۵ توپونو ۳۷ منډې وکړې.

کابل ځوانانو په ۲۰ اورونو کې ۲۲۳ منډې وکړې. د دوی لپاره یو واربیا حضرت الله ځاځي خورا ښه بیټنګ وکړ. ده یوازې په ۱۷ توپونو ۶۲ منډې وکړې چې ۷ یې شپږیزې او ۴ یې څلوریزې وې. ایل رونچي په ۳۸ توپونو ۴۷، حشمت الله شهیدي په ۲۰ توپونو ۴۰، سي اې اینګرام په ۱۴ توپونو ۲۹ او راشد خان په ۷ توپونو ۱۹ منډې وکړې.

عثمان غني

په دې سیالۍ کې د بلخ لیجندز تکړه لوبغاړی عثمان غني د توپ نتیولو په ترڅ کې ژوبل شو او روغتون ته ورسول شو.

کرکټ بورډ وايي چې د عثمان غني روغتیايي حالت د ډآډ وړ دی او ژر به لوبو ته بېرته راستون شي.

دې بري په غوره لیګ سیالیو کې د بلخ لیجندز امتیازونه نور هم زیات کړل. دې ټیم په ۶ سیالیو کې ۵ کټلي او یوازې یې یوه بایللې ده.

کابل ځوانانو په ۶ لوبو کې ۳ بایللي او ۳ ګټلي او دوهم مقام لري، پکتیا پینټرز په ۵ سیالیو کې ۳ ګټلي او ۲ بایللي دي.

ننګرهار لیپرډ څلورم او کندهار نایټس پنځم ځای لري.