مصرۍ باډي بلډره دینا مقصود وايي له خپلو ارمانونو لاس نه اخلي

تاند- د مصر د بدني ښکلا لوبغاړې یا باډي بلډره دینا عبدالمقصود ټولو ښځو ته دا پیغام لري چې له خپلو ارمانونو لاس وانخلي او ماته ونه مني.

دا ۲۱ کلنه ښځه له تېرو ۸ کلونو راهیسې د ټولنیزو اصولو په وړاندې درېدلې او په وروستیو کې یې په اوکراین کې د بدني ښکلا په نړیواله اتلولۍ کې د سرو زرو میډال وګوټ.

دینا مقصود یوازې ۱۲ کلنه وه چې د بدني ښکلا لپاره یې تمرین پیل کړ.

کله چې د دې په بدن کې بدلون راغی، سمدستي ورپسې منفي تبصرې پیل شوې. دې ته اکثرو نژدې کسانو باور نه درلود چې یوه ښځه دې د بدني ښکلا لوبغاړې شي ځکه چې عمومي باور دا دی چې باډي بلډنګ یوازې د نارینه وو سپورت دی.

خو دینا مقصود خپل کار ته دوام ورکړ.

«که څوک ښځه وي یا نارینه، که زحمت وباسي، خپل ارمانونه پوره کولی شي، که د بدني ښکلا تمرین کوي خپلو هیلو ته رسېږي، که یوه ښځه زیات تمرین وکړي، تر غښتلو نارینه وو غښتلې کېدای شي. نو څوک مه پرېږدئ چې تاسو ته ووايي څه کولی او څه نه شئ کولی.»

دینا مقصود ته خپلې مور روحیه ورکړې او شا ته یې ولاړه ده.

دا په متوسط ډول د ورځې دوه ساعته تمرین کوي خو کله چې مسابقې ته تیاري نیسي د دې دوه برابره وخت تمرین ته ورکوي.