یوه افغانه د المپیک د نړیوالې کمېټې غړې شوې

تاند- د المپیک نړیوالې کمېټې د یوې افغانې سمیرا اصغري په ګډون ۹ نوي غړي غوره کړل.

۲۴ کلنه اصغري، د افغانستان د باسکټبال د ملي ټیم لوبغاړې او د المپیک د ملي کمېټې غړې وه.

د المپیک د نړیوالې کمېټې په ۹ غړیو کې دوې ښځې دي چې بله یوه د لیتوانیا ده. هغې، چې دیانا ګودزینیفیوتې نومېږي، د سیډني د ۲۰۰۰ کال په المپیک سیالیو کې د سرو زرو میډال ګټلی دی.

دا لومړی ځل دی چې یوه افغانه د المپیک د نړیوالې غړیتوب ترلاسه کوي.