استرالیا پاکستان ته په شل اوریزو لوبو کې ماتې ورکړه

د استرالیا او پاکستان ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه کې لومړی توپ وهنه پاکستان لوبډلې وکړه او ټاکلو شل اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره استرالیا ته د ۱۰۷ منډو هدف ورکړ.
استرالیا لوبډلې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته یاد هدف دولسم اور کې پوره کړ او لوبه یې د لس ویکټو په شتون کې وګټله.
آرون فینچ ۵۲ او ډیوېډ وارنر ۴۸ منډې وکړې.

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي هم په خپله فسبوک پاڼه د ارون پينچ کار کرده ګي ستایلې ده او ویلي دي چې د لوبې په بریا کې یې کلیدي رول ولوباوه.