گوارډیولا ټپي دی او د لیورپول پر وړاندې نشي لوبېدلی، نور هم شته

محمود خان منندوی

ګوارډیولا اعلان کړه، چې اډرسون مورایس د زخمي کېدو په خاطر د لیورپول پر وړاندې نه شي لوبیدلی.

ایموبیلي د کریسټیانو رونالډو په اړه وایي:

 و سیر اې ته د رونالډو راتګ موږ ( حمله کوونکي لوبغاړي) ته یوه ښه انګیزه راکړه او دېته یي وهڅولو چې باید کوښښ وکړو. دا خبره صحي ده، چې شاید رونالډو دا کال لږ ګولونه لګولي وي، خو هیڅ کله یي د لوبیز دوران 700 ګولونه مه هیروئ.

 ایموبیلي روان فصل 14 ګولونه لګولي دي.

د غوره لیګ په تاریخ کې یوازې درې نفره د میاشتې د غوره روزونکي او غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شوي دي:

 ګریټ ساوټګیټ | سټوارټ پیرس | فرانک لمپارډ

رسمي: ګوارډیولا اعلان کړه، چې اډرسون مورایس د زخمي کېدو په خاطر د لیورپول پر وړاندې نه شي لوبیدلی.

د بایرن میونیک دفاعي لوبغاړي ژروم بواټینګ چې د اینټراخټ فرانکفورټ پر وړاندې یي سور کار واخیست، دوې لوبې محروم شو.

د MLS لیګ یو مسؤل چې ډون ګرابر نومیږي، ادعا کړې ده چې زلاټان ابراهیموویچ د اث میلان سره قرارداد امضاء کړی دی.

رسمي: جرمني د یورو کپ په غوراوي پړاو کې د شمالي ایرلنډ او بیلاروس پر وړاندې د خپلو د لوبغاړو لیست اعلان کړ.

 رسمي: هالنډ د یورو کپ په غوراوي پړاو کې د شمالي ایرلنډ او ایسټونیا پر وړاندې د خپلو لوبغاړو لیست اعلان کړ.

 رسمي: هسپانیا د یورو کپ په غوراوي پړاو کې د رومانیا او مالټا پر وړاندې د خپلو لوبغاړو لیست اعلان کړ.