اول افغانستان بیا کرکټ غواړو/ وحیدالله فیضی

د پاکستان له پیدایښت سره سم دغه هیواد د یو منظم او پیچلي سیاست سره خپلې اړیکې له خپلو ګاونډیانو سره پرمخ بیولې دي.

افغانستان سره د پاکستان اړیکې د پخواني ولسمشر داود خان له وخت رانیولې تر نن پورې په متقابلې همکارئ نه بلکې په یو طرفه ګټو ولاړې دي.

د سیاسي او امنیتي ستونزو په برخه کې چې افغانستان یې له پاکستان سره لري، تازه د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هیواد له کرکټ بورډ سره یې ځیني تړونونه لاس لیک کړل.

که څه هم دا شونې نه ده چې د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي دې وکولای شي په یوه لنډ سفر کې په ګڼ شمیر برخو کې له پاکستانیانو سره سلا شي او آن خبري ناسته هم جوړه کړي.

د دغه سفر د جوړونکيو او سمبالونکو مسله به یوه خوا پریږدو خو تر ټولو مهمه د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو وروستئ پریکړه ده.

د افغانستان کرکټ په تیرو څو کلنو کې خورا په چټکئ روان دی او د نړئ پیاوړو هیوادونو همکارئ ته اړتیا لري چې په اوس وخت کې د پاکستان کرکټ او په تیره کورنی کرکټ له سختو ستونزو سره مخ دی.

دویم افغانستان د یو خپلواک هیواد په توګه ددې حق لري چې له هر یو هیواد سره نړیوالې لوبې برابرې کړي، خو افغانستان کرکټ بورډ یوازې دوستانه لوبې برابرې کړي دي.

که چیرې یو شمیر ګومان کوي چې سیاست او کرکټ جلا دی، خو داسې نه ده د پاکستان او هند لپاره کرکټ او سیاست یوه معنی لري نو هیڅ امکان نه لیدل کیږي چې له افغانستان سره پاکستان کرکټ ته د سیاست په سترګه ونه ګوري.

دوی غواړي چې د افغانستان له سیمه اییزو لوبډلو سره د دیورند د کرښې هغې غاړې ځوانان مخامخ کړي، یعنی څه معنی؟ پاکستان غواړي چې نړیوالو ته وښايي چې د دیورند ددې غاړې مهمند له هغې غاړې مهمند سره جلا دي،صافیان د هغې غاړې ورورنو سره جلا دي او دغه راز نور قومونه، افغان ځوانان اړتیا لري چې د پنجاب ځوانانو سره سیالي وکړي نه له خپلو همزولو سره.

ولې د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي پاکستان ته لاړل؟

که څه هم له دې مخکې د کرکټ بورډ د پخوانیو مشرانو نسیم الله دانش او نورمحمد مراد په وختونو کې هم پاکستان ورته ژمنې له افغانستان سره کړې وې، خو عملي نه شوې، که چیرته کرکټ بورډ یو رسمي دریځ ولري ولې موږ نوی تړون لاس لیک کړو باید پخوانئ ژمنې عملي شي.

تازه ژمنې هم یوازې ویل شوي خو رسمي کوم تړون لاس لیک شوی نه دی د بیلګې په توګه د لوبو د وخت نه معلومیدل او دغه راز نورې.

بله پوښتنه د کرکټ بورډ د چارواکو د ناستې برابرول دي؟

آیا دغه ناسته د ولسمشر غني په غوښتنه او امر شوې ده ، که په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخیلوال دغه ناسته جوړه کړې ده؟

که دوی نه وي کړي بیا خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم کیدای شي ځواب ووايي چې که موږ سیاسي او امنیتي ستونزې لرو، نو څنګه کولای شو د کرکټ دوستانه لوبه ترسره کړو.

پرته له شکه د دوستانه لوبې د ترسره کیدو مختالف نه یو، خو نورې کړې ژمنو په عملي کولو کې پر پاکستان شک دی.

بل پلو د پیښور زلمي لوبډلې مسول جاوید افریدي ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې په لیګ کې یوه لوبډله د کابل زلمي په نوم جوړه کړې ده،معنی ده چې دا لوبډله د هغه هیواد د کرکټ لوبډلې په نوم جوړه شوې ده، ددغې خبرې تحلیل داسې کیدای شي چې د کابل زلمي لوبډله د هغوی په خوښه نومول شوې ده..؟

د کرکټ بورد اوسنی مشر عاطف مشعل که څه هم د کرکټ په برخه کې هیڅ تجربه نه لري، معلومداره خبره ده چې پي سي بي او نورو هیوادونو سره په لنډ وخت کې ددغه راز ناستو جوړول هم دومره آسانه نه ده، کیدای شي ځیني کسان ووايي چې دا د تختیکي کارکوونکو کار دی.

ولې آزمایل شوي کسان راوستل شي؟

د پاکستان له سفر سره داسې ګومانونه دي چې کبیرخان به د یو شمیر داخلي کړیو په مټ بیرته افغانستان ته راوستل کیږي چې د شپږیزې لیګ کې به هم د سپین غر زمریانو روزنکی وي او بیا به ملي لوبډلې ته هم راوستل شي،ترڅنګ به یې یو بل پاکستانی منصور رانا هم د کابل بازانو روزنکی وي، خو په اوږدمهال کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د اوسني هندي روزنکي د ګوښه کیدو امکان هم شته،ترڅنګ یې افغانستان ته په پاکستان کې د کورني لوبغالي په ورکولو سره به افغان لوبډله په هند کې اوسنی کورنی لوبغالی پرته له شکه له لاسه ورکوي او دغه راز نورې رد او بدل کارونو د ترسره کیدو امکان لیدل کیږي.

کبیرخان په دوه زره او لسم میلادي کال کې کله چې افغانستان له سکاټلند سره لوبې درلودې، ورباندې تور دی چې لوبه یې فکس کړې وه او هغه لوبه افغانستان د سکاتلند پروړاندې وبایلله،خو اوس لیدل کیږي چې کبیرخان د راوستو لپاره زیات کسان کار کوي آن په خپله د افغانستان په کرکټ بورډ کې ځیني کسان شته چې د کبیرخان راتګ ته لار هواروي.

د افغانستان کرکټ د پنځلس کاله مخکې کرکټ نه دی

کله چې بنګلدیش له پاکستان څخه جلا شو د نورو سیاسي پرمختګونو ترڅنګ اوس یوه پیاوړې د کرکټ لوبډله لري که چیرې افغانستان وغواړي کولای شي له بنګلدیش څخه په درس اخیستو خپل کرکټ په خپله پرمخ یوسي او ورته پرمختګ ورکړي.

پاکستان غواړي چې خپل منزوي شوی کرکټ د افغانستان په لاس جوړ کړي په تیره اوس وخت کې پاکستان ته هیڅ نړیواله لوبډله په هیڅ قیمت د تلو زړه نه ښه کوي د بیلګې په توګه د پاکستان تازه ترسره شوی کرکټ لیګ او د زیمباوې لوبډله چې پاکستان ته تللې وه پنځه لکه ډالر یې ورته ورکړي وو.

دلته پوښتنه پیدا کیږي چې افغانستان خو لا هم په نړیواله کچه نه دی دریدلی او د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب هم نه لري، کیدای شي پاکستان ورته هیڅ اړتیا ونه لري؟

خو زموږ کرکټ د نړیوال کیدو په لور روان دی، په آی پي ایل کې د راشد آرمان او نبي عیسی خیل لوبیدل یو لوی پیغام دی چې زموږ کرکټ مخ پر ودې دی.

په داسې وخت کې چې افغانستان په سیاسي برخه کې له پاکستان سره لاس او ګریوان وي د کرکټ لوبه به هیڅکله د افغانانو په زخمونو دارو ونه لګوي.

افغانستان تل له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانانو زورونه،د طالبانو ملاتړ او پټنځایونو بندول، په ختیځو سیمو د راکټونو ورول بند کړي، خو موږ څنګه کولای شو ورسره دوستانه د کرکټ لوبه وکړو؟ موږ لومړی افغانستان او بیا د کرکټ ټیم لرو، چې افغانستان نه وي کرکټ به یې څه کړو.

زما په نظر افغانستان باید په خپلو کړنو بیا کتنه وکړي د یو خپلواک هیواد په توګه یوازې نړیوالې لوبې ترسره کړي او په تختیکي برخه کې د کرکټ له نړیوالې شورا او د نړئ له پیاوړو هیوادونو څخه همکاري وغواړي نه پاکستان او نه هم هند.

د یو خپلواک هیواد په آرمان


د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *