عبدالولي عمري

د انګلیستان ښځو نن تر مېلو او منظرو وروسته د سریلانکا په کور کي د سریلانکا د ښځو سره د درې پنځوس اوریزو پیل په لمړۍ لوبي سره وکړ.

پت دې لوبه کي د انګلیستان ښځینه لوبډلي د لوبي پیل وکړ، چي په خپل ۵۰ اوره کي یې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړه او ۳۳۱ منډي هدف یې وټاکه.
ددې لوبي په دوهمه برخه کي د سریلانکا پر ښځو اورښت وورېد او د اورښت له کبله اورونه ۴۰ او هدف ورته ۳۱۴ وټاکل شو.
په دې سره د سریلانکا ښځینه لوبډلي ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړه او ۱۹۸ منډي وکړې، دې وخت کي لوبه د اورښت له کبله د انګلیستان ښځو په ۱۵۴ منډو توپیر وګټله.

ددې هیوادونو د سیریز دوهمه لوبه د همدې مارچ میاشتي پر ۱۸مه نېټه ترسره کیږي.