افغان لوبډله برلاسې ښکاري

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د آیرلینډ خلاف د  یوازینۍ ټېسټ لوبې په دوام په خپله  لومړنۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره  (۳۱۴) منډې جوړې کړې او د ايرلينډ خلاف يې (۱۴۲) مڼدې مخکيوالی ترلاسه کړ.

 افغان لوبډلې لپاره  په توپ وهنه کې رحمت شاه (۹۸) ، شهزاد (۴۰)، حشمت الله شاهدي (۶۱) او اصغر افغان (۶۷) زياتې منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې وړاندې تېره ورځ آیرلینډ په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۷۲) منډې جوړې کړې وې چې نن یې افغانستان په ځواب کې (۳۱۴) منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لپاره تېره ورځ په لومړۍ پاڼۍ کې ټیم مرتاغ (۵۴) جوش ډکرېل (۳۹) او پاویل سټرلېنګ (۲۶) تر نورو ډیرې منډې جوړې کړې وې.

د افغان لوبډلې له لورې په لومړۍ ورځ په  توپ اچونه کې محمد نبي او یامین احمدزي درې درې لوبغاړي وسوځول همداراز وقار سلام خېل او راشد خان دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

نن د آیرلینډ لپاره به توپ اچونه کې ټامپسن درې لوبغاړی وسوځول همداراز، جوش ډکرېل ، میکبرین، او کیمرون دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

د ایرلینډ لوبډله د دوهمې پانۍ لپاره هم میدان ته راښکته شوه چې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره یې (۲۲) منډې جوړې کړې او دوهمه ورځ پرې پای ته ورسېده.

په دې سیالۍ کې به ایرلینډ لومړی د افغان لوبډلې د (۱۴۲) منډو مخکېوالی پوره کوي بیا به له هغې وروسته افغانستان ته هدف ټاکي.

که چېرته آیرلینډ لوبډله د ( ۱۴۲) منډو وړاندې وسوځېدله بیا نو دا ټېسټ سیالي د افغانستان په ګټه پای ته رسېږي .دا لوبه پنځه ورځې دوام کوي. نن د مارچ په (۱۷) مه یې دریمه ورځ ده، بله ورځ یې څلورمه او په (۱۹) مه نېټه یې پنځه وروستۍ ورځ ده.

ایرلینډ لوبډله شېبه وروسته خپله توپوهنه بیا پیلوي.