د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او پیاوړی ال رونډر چې په کرکټ یې بې سارې تجربه لري او نامتو لوبغاړی شمېرل کیږي، دا یې دوهم ځل دی چې په اسټرالیا کې نوموړي ته د هغه ځای مبصرین د ” ولسمشر “ لقب ورکول کوي.

د آسټرالیا غوره کې ” مېلبورن رېنېګډز “ په کراتو په ټویټر کې په خپلو ټویټونو کې محمد نبي ته د”ولسمشر” لقب ورکړی او هغه یې ستایلی دی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په ۲۰۱۶م زېږدیز کال کې کله چې محمد نبي د پاکستان په شل اوریز لیګ کې بوخت وو نو هلته د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلي پخواني لوبغاړي ” کېون پیټرسن“ ویلي وو چې محمد نبي به د افغانستان ولسمشر شي