افغان ځوان لوبغاړي د بنګله دېش لیګ ته ورځې شماري | عمران باران
د بنګله دیش شپږم پړاو پرېمیر لیګ د را روان (۲۰۱۹) میلادي کال د لومړۍ (جنورۍ) میاشتې پر پنځمې نېټې پیلېږي، چې پکې (۷) لوبډلو د بنګله دېش د (۷) ښارونو څخه ګډون کړی دی ، دا ځل یاد لیګ اووه (۷) افغان لوبغاړي اخیستل شوي چې د بېلابېلو لوبډلو سره به ولوبېږي.
افغان لوبغاړي (محمد شهزاد، حضرت ځاځی، ګل بدین ناېب، ظاهر خان، وقار سلام خېل، نجیب ځدراڼ او قیس احمد) شامل دي.
ویل کېدل چې یاد لیګ به د ۲۰۱۸م کال په اکټوبر میاشت کې ترسره خو د امنیتي ستونزو له امله درې میاشتې وځنډېډ.
دا ځل به هره لوبډله په یوه لوبه کې څلور بهرني لویغاړي وپيري. هېره دې نه وي چې تېر ځل به هرې لوبډلې پنځه بهرني لوبغاړي لوبول او سږ کال به هره لوبډله یوازې ۴ بهرني لوبغاړي وپیري.