د اسیا لپاره د ریکارډ ورځ ده

راپور: ثناء ګل ګلزار

د کرکټ په (۱۴۱) کالونو کې دا لومړی ځل دی چې د اسیا درې مخکښې لوبډلې په یوه ورځ ټیسټ لوبې کوي.

ټاکل شوي ده، چې سبا د ډیسمبر میاشتې پر ۲۶ مه نېټه پاکستان د سوت افریقا خلاف په لومړۍ ټیسټ لوبه کې مخامخ شي.
سریلانکا به د نیوزي لینډ سره په دوهمه ټیسټ سیالۍ کې مخامخ شي، او هندوستان به د استرالیا خلاف په درېمه ټیسټ لوبه کې مخامخ شي.

یاده دې وي چې درې واړه اسیایي لوبډلې د مقابل لوري مېلماتوب کوي.