د جنوبي افریقا پیاوړی توپ وهونکي ډیکوک نن د خپل ژوند ۲۶ پسرلی پېل کړ

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پياوړی ښي لاسی توپ وهونکی کوېنټون ډیکوک نن د خپل ژوند ۲۶ سپرلی پېل کړ. د ای سي سي (کرکټ نړیوالې شورا) په خپله فسبوک پاڼه ډیکوک ته د هغه د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړې ده. ای سي سي زیاته کړې ده: اوس وخت د کرکټ په تاریخ کې ډیکوک حیرانوونکی او په زړه پورې ویکټ ساتونکی دی. یادې پاڼې د ډيکوک د یو ورځنېو سیالېو د منډو له لړۍ د چټکو ۱۰۰۰ منډو، په ټیسټ کرکټ لوبو کې د نوموړي د سلیزې او د ۱۵۰ سټمپونو (ویکټ وهلو) یادونه هم کړې ده.

ډيکوک له نن څخه پوره شپږ ویشت کاله وړاندې په کال ۱۹۹۲ د ډیسمبر په ۱۷مه په جهانیسبرګ کې وزږېد. نوموړي د سوت افریقا لپاره په ۳۵ ټيسټ سیالېو کې ونډه اخیستې ده او ۱۹۲۵ منډې یې پکې اخستې دي، دغه راز نوموړي په ۹۸ یو ورځنېو سیالېو کې لوبیدلی دی چې ۴۱۳۳ منډې یې پکې جوړې کړي دي. ‍ ډيکوک د شل اوریزو سیالېو په لړ کې بیا د سوت افریقا لپاره په ۳۵ سیالېو کې لوبېدلی دی او ۸۴۷ منډې یې پکې جوړې کړي دي.

نوموړي د خپل ټیسټ کرکټ لومړۍ نړیواله سیالي د اسټرالیا په خلاف او وروستۍ ټيسټ سیالۍ یې بیا د سریلانکا په خلاف په همدې روان کال د جولای په ۲۳ مه نېټه ترسره کړه. ډیکوک لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ بیا په کال ۲۰۱۳ کې د نیوزیلینډ خلاف او وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ یې بیا د اسټرالیا خلاف ترسره کړه. دغه راز د شل اوریزو سیالېو له جملې ډيکوک خپله لومړۍ شل اوریزه سیالۍ په کال ۲۰۱۲ کې د نیوزیلینډ خلاف او وروستۍ شل اوریزه سیالۍ یې بیا د اسټرالیا خلاف د همدې روان کال نومبر میاشت کې ترسره کړه.