دزړه پر ناروغۍ اخته لوبغاړي باندې د ویرات کهولي مهرباني

محمد اسماعیل ملکزی

پر ۷  کلن ماشوم ارچې سچیلر چې د اسټرالیا له هیواد څخه دی دزړه ناروغۍ لري او ویل کیږي چې نوموړي شپږ میاشتی وړاندي یې دزړه عملیات ترسره کړی دی، او د اسټرالیا په ملي لوبډله کې د هند خلاف په دریمه ټیسټ سیالۍ کې لوبیږي.

ارچې سچیلر وایې:  زما یواځني ارمان دا دی چې د خپل هیواد د ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکل شم او د لوبډلمشرۍ ترڅنګ په خپله توپ اچونه کې د نړۍ د پیاوړي لوبغاړي ویرات کوهلي ویکټه ترلاسه کړم، که وروسته له دې دنیا څخه مخه ښه هم وکړم ارمان به مې نه وي.
خو دا ارمان داسټرالیا ملي لوبډلي مشر روزنکي ورپوره کړ او ارچې سچیلر ته یی دلوبېدو اجازه ورکړ

ویرات د دې ماشوم د زړه د خوشحالولو لپاره په یوه ویډو یی کنفرانس کې خپله مهرباني ښودلې او غواړي چی خپله ویکیټه ارچې سچیلر ته وسپاري.

داسټرالیا او هندوستان ترمنځ دریمه ټیسټ لوبه د چهار شنبې په ورځ دسهار څلور بجې پیلیږي

ارچې سچیلر لیګ بریک توپ اچونکی دی.